لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکی: بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې تر تېر کال پینځه چنده زیاتې شوې دي


کوټه ـــ د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستاني پوځ پر قافله د پرونۍ چاودنې د پېښې مقدمه د پوليس له لوري درج کړل شوه، په دې برید کې چارواکو د اوو پوځیانو د ټپي کېدو خو د برید ذمه واري منونکې ډلې د څلورو پوځیان د وژل کېدو دعوه کړې ده.

د ترهګرۍ ضد ادارې د پوليسو يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل چې د سي ټي ډي کوټې په تاڼه کې د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمه درج کړل شوې ده، وایي په مقدمه کې يې د ترهګرۍ د اقدام، د چاودېدونکو توکو د کارولو او نورې دې ته ورته دفعې شامله کړل شوې دي.

"هو دغه مقدمه مو د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړه"

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير میر ضياء لانګو په خبره د پنجشنبې- زیارت په ماښام د کوټې پر اېرپورټ سړک د بريد هدف د پاکستاني پوځیانو قافله وه، د لانګو په خبره شاه خوا څلور کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي په موټر سايکل کې ځای پر ځای کړل شوي وو چې د پاکستاني پوځ د شپږ ټرکو د قافلې پینځم ټرک پکې په نخښه شوی او په نتيجه کې يې د هغه په خبره پینځه پوځي سرتېري ټپيان شوي دي. ضياء لانګو د دغه بريد تور پر هندوستان پورې کړ:

"ګوره په افغانستان کې چې څه ډول حالات روان دي هلته د هندوستان په شکل کې زموږ يو دوښمن ملک ناست دی چې هغه افغانستان خاوره زموږ پر ضد استعمالوي، دلته چې کله هم ترهګري کېږي د هغه تر شا په يوه نه بل شکل کې د هندوستان لاس وي". خو ھند او افغانستان تل د دا تورنه رد کړي.

ضیاء لانګو وایي چې تر څو په افغانستان کې حالات نه وي ښه شوي د هغه اثر به پر موږ ضرور وي او داسې پېښې کله هم کېدای شي.

پر پوځ د پریدوني‌ برید ذمه واري ناقانونه اعلان شوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بلوچ لیبرېشن آرمي (بي ایل اې) منلې ده. دې ډلې رسنیو ته په لېږلي بیان کې دعوه کړې چې په برید کې یې څلور پوځیان وژلي او شپږ یې ټپیان کړي دي.

د بلوچستان او پاکستان سياسي او لوړپوړو پوځي چارواکو که څه هم په ډېر وارې دا دعوه کړې چې د بلوچستان حالات مخ پر ښه کېدو دي خو د کوټې اوسېدونکی وتلی خبریال او څېړونکی شهزاده ذولفقار بیا وايي د تېر کال په پرتله دا کال په بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې پینځه چنده زياتوالی راغلی دی:

"که تاسو دغه [شمېرې] وګورئ په تېرو دوو مياشتو کې 31 ايف سي [عسکر] په دغه [پېښو] کې وژل شوي دي، تېر کال په اولو شپږو مياشتو کې 21 [عسکر] وژل شوي وو، که چېري 2021م کال ته وګورئ نو د پرون له پېښې سره 83 پېښې شوي دي، نو نيژدي پینځه واري زيات واقعات شوي دي".

د شهزاده ذولفقار په خبره که حالات هم داسې روان وي د دې تر ټولو لوی زيان به يې پاکستان او چين تر منځ د سیپېک په نامه د اربونو روپیو د روانې پروژې ته وي "خبره دا ده چې دا به د سیپېک لپاره ډېر لوی خطر وي".

د شهرازاده ذولفقار په خبره د سيمې د خرابو حالاتو تر څنګ مهمه خبره دلته په ايالت کې د بلوڅو د خفګان او د هغوی د غوښتنو ده. دی وايي چې په ايالت کې د پاکستان د پوځ او څارګرو ادارو له لوري په تېرو څو کلونو کې د لکونو په حساب استخباراتي اپرېشنونه شوي دي خو وايي تر دې مهم عمل د بلوچستان د ستونځې سياسي حل لټول پکار دي:

"دوی [پوځ] يې که د حل لاره ای بي او [انفارمېشن بېسډ اپرېشن) بولي نو دا تاسو هم وينئ او موږ يې هم وينو چې آیا دا يې حل دی؟ خو پکار دا ده چې له ای بي او [عملیاتو] سره سره سياسي حل لاره هم را و ايستل شي".

د څېړنکارانو په وينا د بلوچستان حالات له تېرو دوو لسیزو خراب دي ، دوی ګومان کوي چې د بلوچستان د ستونځې حل يواځې او يواځې په خبرو او اترو کې دی خو په بلوچستان ايالت کې له تېرو څو لسيزو راهيسې ډيری وسلوالې ډلې له پاکستانه د بېلېدو په موخه غرونو ته ختلي او د دغو اکثره وسلوالو ډلو مشرانو په نورو ملکونو کې سياسي پناه اخيستې ده.

په بلوچستان کې بلوچ سياسي ملتپاله ګوندونه بيا د ايالت پر ساحل او وسايلو باندې اختيار د بلوچستان د مسئلې سياسي حل ګڼي.

د پاکستان د پوځ جرنیلانو او ډېری لويو سياستالو په څو ځلې دا منلي چې د بلوچستان د مسئلې حل د زور له لارې نه د خبرو اترو له لارې کول غواړي ، خو د شهزاده ذولفقار په خبره د دې باوجود دغه ستونځه لا هم هغسې پرته ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG