لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټاګان د خپلو سفارتکارانو د ساتنې او له افغان ځواکونو سره د اړیکو نوی پلان منظور کړ


واشنګټن ـــ په افغانستان کې د خپل لوی پوځي مرکز بګرام تر خوشي کولو وروسته د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن په دې هېواد کې تر خپل پوځي مشن وروسته د نوي کمانډ د جوړښت منظوري ورکړې ده.

په دې نوي ترکیب کې امریکایي ځواکونو ته د جګړې پر ځای دوه نوي هدفونه ورکړل شوي دي، یو په کابل کې د امریکایي سفارتي عملې ساتنه او بل له افغان ځواکونو سره اړیکې او همکاري پکې شامله ده.

دا خبره د امریکې د د فاع وزارت ویاند جان کربي د جمعې په ورځ رسنیو ته د معلوماتو ورکولو په وخت وکړه او د دې نوي پلان په اړه یې وویل:

"په خوندي او منظمه توګه وتل موږ د دې جوګه کوي چې هلته خپل روان سفارتي شته والی وساتو، له افغان ولس او حکومت سره مرسته وکړو او پرې نه ږدو چې افغانستان بیا زموږ د خاورې د ګواښو په خوندي مرکز بدل شي".

په دې پلان کې په افغانستان کې د امریکې او نېټو ځواکونو پر عمومي مشر سکاټ میلر باندې ږغ شوی دی چې د خپلو جنګي ځواکونو د مشرۍ ذمه واري دې د امریکې د مرکزي کمانډ مشر جنرل فرېنک میکنزي ته وسپاري.

اسوسیېټیډ پریس خبري ایجنسۍ وایي د امریکې د سمندري ځواکونو دوه ستوري لرونکی یو ایډمرل افسر به په افغانستان کې د سفارت د پوځي دفتر مشري کوي چې د نوي پلان له مخې به په کابل کې د امریکې د سفارت او سفارتکارانو د ساتنې څارنه کوي.

خبري ایجسنۍ وایي یو سټیلایټ پوځي دفتر به په قطر کې جوړېږي چې مشري به یې د امریکې یو ستوری جنرل کوي او هغه به له افغان پوځ او پولیسو سره د مالي مرستې تر څنګ له بهر څخه د افغان هوایي ځواک ملاتړ ته دوام ورکوي.

د پېنټاګان ویاند جان کربي وویل سکاټ میلر چې شاوخوا شل کاله یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشري کړې "دوې نورې اوونۍ" به هم دا دنده تر سره کوي خو له افغانستانه د هغه د وتلو ټاکلې نېټه یې ونه ښووله.

کربي وویل ښاغلی میلر به په دې موده کې جنرل مېکنزي ته د خپلې څوکۍ د سپارلو او د خپلې دندې د بشپړولو لپاره تیاري کوي او په افغانستان کې دننه او بهر به سفرونه کوي.

د پېنټاګان د نوي پلان تر اعلان مخکې پرون امریکایي ځواکونو خپله لویه پوځي اډه بګرام خالي کړې او افغان ځواکونه پکې ځای پر ځای شوي دي. افغان دفاع وزارت وایي دا اډه به اوس د ترهګرۍ په ضد جګړه کې کارول کېږي.

د بګرام ولسوالۍ منتظم دروېش رؤفي دعوه کړې چې امریکایي ځواکونه افغان چارواکو ته له خبر ورکولو پرته وړمه شپه وتلي چې له کبله یې د جمعې په سهار لسګونه کسان ور ننوتي او لوټمار یې کړی دی. رؤفي اې پي ایجنسۍ ته ویلي د بګرام دروازې پرانیستې پرېښوول شوې وې ځکه خلک ور ننوتي وو:

"د هغوی مخه نیول شوې او ځینې پکې نیول شوي دي او پاته نور له اډې ایستل شوي دي، لوټمارو تر نیول کېدو او د افغان ځواکونو له خوا د مرکز تر کنټرول مخکې ګڼو ودانیو ته زیان اړولی".

افغان طالبانو لا د امریکې د دفاع وزارت د نوي پلان په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی خو وړمه ورځ یې پخپل بیان کې ویلي وو، چې د ټولو بهرنیو ځواکونو ژر وتل خپله د هغوی او افغان ولس په ګټه دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG