لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه: علي وزیر به بخښنه غواړي. علي وزیر: د باجوه غوښتنه د ججانو پر مخ څپېړه ده


واشنګټن ـــ د جولای په لومړۍ د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې ای ایس ای له مشرانو سره د ملي امنیت د پارلماني کمېټۍ د غړو په غونډه کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ویلي، که علي وزیر بخښنه وغواړي نو خوشی به کړل شي.

د پوځ د مطبوعاتو ادارې تر اوسه نه خو دا خبره تایید کړې او نه یې رد کړې ده، خو خپله علي وزیر- چې دا مهال د قومي اسمبلۍ په غونډو کې د ګډون لپاره په اسلام اباد کې دی- پر ټویټر د پوځ د مشر دې خبرې ته جواب ویلی دی او د هغه د بخښنې غوښتنه یې رد کړې ده.

که څه هم دغه غونډه پټه وه او په اړه یې د غونډې ټول جزیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي خو ځینو سرچینو او ازادو خبریالانو یې د منځ خبرې را ایستلې دي چې وایي تر ډېره د افغانستان پر اوسنيو حالاتو او د پاکستان پر افغان پالیسۍ پکې خبرې وشوې.

خبریال او وي لاګر اسد علي طور د جمعې په ورځ پخپل تفصیلي وي لاګ کې په غونډو کې د ځینو شریکو سیاستوالو او نورو سرچینو له قوله ویلي، چې د مسلم لیګ نواز ګوند یو مشر او پخواني‌ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي جنرل باجوه ته وویل، دا ډېره د افسوس او تکلیف خبره ده چې زموږ یو منتخب پارلماني غړی علي وزیر په زولنو کې راوستل کېږي او ګرځول کېږي.

وایي خاقان عباسي جنرل باجوه ته وویل دی چې د پارلمان د یو غړي په توګه هغه په زولنو کې وویني او څومره درد ورته رسېږي نو د علي وزیر د حلقې پر خلکو به څه تېرېږي چې ده ته یې ووټ ورکړی او پارلمان ته را لېږلی دی، نو ته [باجوه] داسې مه کوه هغه پرېږده.

اسد طور د سرچینو له قوله وایي چې جنرل باجوه ورته وویل، علي وزیر چې شخصاً پر ده تنقید کوي هیڅ خبره نه ده نوازشریف یې هم کوي خو وایي هغه د پوځ خلاف سختې خبرې کړې دي ځکه یې موږ په هیڅ حالت کې نه پرېږدو.

وایي بیا د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ولاړ شو او هغه جنرل باجوه ته وویل، چې ته مهرباني وکړه علي وزیر پرېږده، هغه جذباتي دی او د هغه په جذباتو پوهېدل پکار دي ځکه چې د هغه په کورنۍ کې ډېر کسان وژل شوي دي او مور یې د هغه په انتظار ده.

وایي جنرل باجوه ورته وویل چې د دوی هم ډېر پوځیان وژل شوي دي او پوځ هم ډېرې قربانۍ ورکړې دي هغوی به هم بیا غصه کېږي، دا څنګه خبره ده چې یواځې د علي وزیر کورنۍ قربانۍ ورکړې دي. اسد طور وایي باجوه بلاول ته وویل چې علي وزیر په یوه شرط خوشي کولای شي که هغه بخښنه وغواړي.

خپله شاهد خاقان عباسي او بلاول بوټونو زرداري هم تر اوسه د دغو خبرو د تصدیق او تردد په اړه پر خپلو ټویټر پاڼو یا رسنیو ته څه نه دي ویلي.

وي او اې ډیوه هڅه وکړه چې د دغو خبرو په اړه کره معلومات له پوځي او استخباراتي مشرانو سره په غونډه کې له شریکو پارلماني غړو هم تر لاسه کړي، خو بریالۍ نه شوه او هغوی جواب ونه وایه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ، د علي وزیر ملګري او په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي محسن داوړ هم په دې غونډه کې ګډون کړی وو او د پوځ او ای ایس ای له مشرانو سره د ده ډېرې خبرې هم راوتلې دي خو هغه پخپله د دغو خبرو او د علي وزیر په اړه د سیاستوالو او د پوځ د مشر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا خبره پر ټولنیزو رسنیو هم ډېره خپره شوې او په دې اړه پر ټویټر د «باجوه دې له علي وزیره بخښنه وغواړي» ټرینډ هم چلېږي چې زرګونو کسانو د علي وزیر په ملاتړ ټویټونه کړي دي. علي وزیر د جولای پر دویمه پر ټویټر لیکلي :

"زما په اړه د جنرل باجوه خبرې د هغو ججانو پر مخ له کلکې چپلاخې (څپېړې) پرته هیڅ نه دي چې د سیند هایکورټ په ګډون په دواړو عدالتونو کې یې زما د ضمانت غوښتنه رد کړه".

علي وزیر په یو بل ټویټ کې لیکلي "شاید جنرل باجوه ته ځان جرنل اروړه او زه ورته جرنل نیازی ښکاره شوی یم".

جنرل جګجیت سینګ اروړه د هندي پوځ افسر وو، چې د 1971م کال د دسمبر پر 16مه د بنګله دېش په جګړه کې د پاکستان د پوځي کمانډ مشر جنرل امیر عبدالله خان نیازی ورته تسلیم شو.

علي وزیر د تېر 2020م کال د دسمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته وینا کړې وه، چې پولیسو د ده په ګډون د دې تحریک پر ګڼو کسانو مقدمه درج کړې وه او پر هغوی یې د پوځ او نورو ریاستي ادارو په ضد د خلکو د پارولو تور پورې کړی وو.

د تېر کال د دسمبر پر 16مه د پېښور پوليسو هغه نيولی او په الوتکه کې یې کراچۍ ته وړی وو او بيا يې د کراچۍ پوليسو ته سپارلی وو. په تېرو شپږو میاشتو کې د هغه مقدمه په جېل کې دننه روانه وه او د سیند د ترهګرۍ ضد عدالت او هایکورټ یې د ضمانت درخواستونه رد کړي‌ وو او تېره میاشت یې سپریم کورټ د ضمانت درخواست منلی خو د بلې اورېدنې نېټه یې لا نه ده ټاکل شوې.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG