لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عاصم باجوه: بلوچستان کې مو ترهګر ختم کړي او سیپېک منصوبه پر مخ روانه ده


واشنګټن ـــ د چین او پاکستان د اقتصادي منصوبې سيپېک اتهارټي مشر پخوانی مېجر جنرال عاصم سليم باجوه وایي د بلوچستان د خلکو په مرسته امنيتي ځواکونو ترهګر له سيمې ايستلي او د سيپېک پروژه مخ په وړاندې روانه ده.

سلیم باجوه دغه خبرې د بلوچستان د هوشاب، خضدار او اواران تر منځ سړک د ليدنې پر مهال له رسنيو سره کړې دي.

عاصم سليم باجوه ويلي، د سېپيک سړکونو ته لومړيتوب ورکول کېږي. د نوموړي په خبره د جنوبي بلوچستان سيمه په تېرو اويا کلونو کې د فنډز د نشتوالي، د ناامنۍ او نه پاملرنې له امله له اسانتياوو بې برخې پاته شوې، ځکه د خلکو ګیلې هم زياتې وې. عاصم سليم باوجوه وويل:

"د زيات شاباش حقدار د سيمې خلک، امنيتي ځواکونه او لېويز دي چې دوی په ګډه د ناامنۍ مخه ونيوه او دا ستونځه یې په ګډه هواره کړه، څومره هم ترهګر چې وو هغه يې له سيمې ايستلي دي، اوس پر [ایراني] سرحد ښه زياته اغزن تار لګول کېږي او تر اوسه شاوخوا شپږ نيم سوه کلوميټره تار لګول شوی دی".

نوموړي زياته کړې، په ياده سیمه کې زياتره ستونځې د سړکونو، اوبو، برېښنا او روزګار د نشتوالي وې. هغه وويل د وزيراعظم په امر چارواکو د سيمې لپاره د جنوبي بلوچستان پېکيج په نامه د 600 اربه روپو منصوبه پيل کړې ده.

عاصم باجوه وويل دا پېکیج د بلوچستان په 72 کلن تاريخ کې په لومړي ځل ورکول کېږي چې پکې د وفاقي حکومت، صوبايي حکومت او سيپېک برخه هم شامله ده.

وایي ګوادر به د هيواد له شمال او نورو سيمو سره نښلوي، د سړکونو د جوړولو کار روان دی، د بسيمه او خضدار پر سړک 70 فيصده کار بشپړ شوی او د روان کال په پای کې به د سړک کار بشپړ شي او له ګوادر سره به وتړل شي.

باجوه وایي په بلوچستان کې ترقياتي منصوبې بشپړېدل ډېر وخت اخلي، خو وایي 80 پرمختيايي پروژې دي چې ډېر ژر به بشپړې شي.

عاصم سليم باوجوه وويل د جنوبي بلوچستان په نهو ضلعو کې يوه مهمه ستونځه د اوبو د نشتوالي ده. ده وويل د زراعت او څښلو د اوبو لپاره ټول 31 ډېمونه جوړېږي، چې پینځلس جوړ شوي او شپاړس به نور جوړ شي. وايي د اوبو دغه زېرمې د بلوچسان په خضدار، پنجګور، اواران، مند، دشت، خاران او لسبېله سيمو کې جوړيږي.

نوموړي زياته کړې، د منصوبي عملي کولو ته ټوله پاملرنه کېږي "زه په دې سيمه کې د ترقۍ انقلاب وينم، دا يواځې د سيپېک د پوره کېدو او د مغربي لارې د پوره کېدو خبره نه ده بلکې دا د پاکستان له تر ټولو پاته سره نښلي او په هغه کې به سوکالي راشي".

د سیپېیک اتهارتي مشر وویل چې جنوبي بلوچستان دغه پروژه مکمله شي، خلک به له سيپېک څخه هم ګټه اخلي او له ګوادر پورټ څخه به هم ګټه اخلي، وایي همداسې د تعليم او صحت او جدید زراعت لپاره لویه منصوبه لري.

د باجوه په خبره په اوسني پېکيج کې شاوخوا 200 سکيمونه دي، چې ټول د خلکو په ګټه دي. هغه زياته کړه چې د پيکيج 93 فيصده برخه پرمختيايي کارونو ته ځانګړې شوې ده.

د باجوه په خبره په دې کې د تربت هوايي ډګر لویوالی هم شامل دی.
وایي د ګوادر په هوايي ډګر کې د چين د 230 ميلين ډالرو په لګښت کار شوی دی.

ده وويل چې په پېکيج کې د انټرنيټ ورکولو کار شامل دی او د دې ترڅنګ د وزیراعظم په غوښتنه جنوبي بلوچستان به د برېښنا له مرکزي ګریډ سره نښول کېږي. په بسيمه کې ګریډ سټېشن جوړېږي. خضدار، مند، تربت او نورو سيمو ته 150 مېګاواټ بجلۍ ورکول کېږي. په ګوادر کې د 300 ميګاواټ پاور پلانټ کار هم په اوس وخت کې پيل شوی دی.

خو بل لور ته په کوټه کې خبریال او څېړونکی شهزاده ذوالفقار وايي، ستونځې يواځې په جنوبي نه بلکې په ټول بلوچستان کې شتون لري. حکومت اوس هڅه کوي، په سیمه کې پرمختيايي پروژې پيل کړي، چې د ناامنۍ ستونځه هواره شي او دا سيمې پرمختګ وکړي د دې هر څه تر څنګ د بلوچستان د ستونځې مسله د خبرو او اترو له لارې سياسي حل ته اړتيا لري".

ياده ده وي چې بلوڅ ملتپال ګوندونه د پاکستان له مرکزي حکومته ګیله لري چې د پاکستان او چين تر منځ د اربونو روپیو د سيپېک پروژې په تړون او عملي کولو کې نه دي پوښتل شوي.

بل لوري ته ځينې بلوڅ بېلتون غوښتنونکې وسلوالې ډلې د چين او پاکستان تر منځ د دې پروژې تړون له سره رد کړی او د دې پروژې پر کارکوونکو يې وخت په وخت د بريدونه ذمه واري هم پر غاړه اخیستې.

د پاکستان مرکزي او د بلوچستان د ايالتي حکومتي چارواکو تر څنګ د پاکستان پوځي چارواکو دغه وسلوال د پاکستان د دښمن قوتونو "لاسپوڅي" او د پاکستان د پرمختګ دښمنان بللي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG