لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي په افغانستان کې د سفارتخانې تړلو پلان نه لري


په افغانستان کې د امریکا سفارتخانې ویلي هيڅ پلان نه لري چې په افغانستان کې سفارتي ماموریت (مشن) وتړي، دا خبره يې په داسې حال کې کړې چې طالبانو په ټول افغانستان کې طالبانو بريدونه سېوا کړي دي.

امریکې دغه خبره وروسته له هغې کړې چې ويل کېده واشنګټن په بيړه کې د کابل نه سفارتي عمله اوباسي.

په کابل کې د امریکا سفارت خانې ویلي،

"په کابل کې به د امریکا سفارت خانه خلاصه ده او خلاصه به وي. او لکه څنګه چې صدر جوبايډن لارښوونه کړې د هغې په رڼا کې به په کابل کې سفارتي موجودګي دوام لري، د افغانستان د حکومت او خلکو سره به يې کار روان وي او د سفارت خانې د تړلو هيڅ پلان نشته".

سفارتخانې ویلي په افغانستان کې په روانو امنيتي حالاتو خبره ده او د چېلنجونو تابیا به کوي.

ويل شوي سفارتخانه ډاډه ده او کولی شي چې خپل کار په محفوظ ډول ترسره کړي او دوه اړخيزې اړيکې وساتي. دغه رنګ سفارتخانې د خپل امنیت دپاره پلان پياوړی کړی دی.

سفارتخانې په بل ټويټ کې ویلي، څنګه چې صدر جوبايډن او بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن ويلي، په افغانستان کې پوځي شتون ختموي خو په افغانستان کې سفارتي، بشري او امنيتي مرستې به يې روانې وي.

په افغانستان کې د طالبانو لخوا بريدونه او امنيتي وضع له هغې وروسته يو دم خرابه شوې چې په دوېمه جولايۍ امریکا د باګرام هوايي اډې افغان ځواکونو ته د سپارلو اعلان وکړو.

او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل اسټن سکاټ ميلر د امنيت په خرابېدونکې وضع اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه د اتوار/يکشنبې په ورځ (اې بي سي) ته ويلي طالبان مخ په وړاندې روان دي مونږ له پرې اندېښمنېدل پکار دي.

د وي او اې د خبر ترمخه طالبانو د افغانستان په 419 ولسوالیو کې درېمه برخه په کنټرول کې اخستې ده.

ويل شوي طالبانو شمال پله په بدخشان او د پاکستان سره په پوله جنوبي هلمند او کندهار کې جګړو ته زور ورکړی دی خو افغان حکومتي چارواکي وايي په دې وروستيو ورځو کې يې په لسګونو طالبان هم وژلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG