لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ځینو ګوندونو له وسلوالو بلوڅانو سره د وزیراعظم عمران خان د خبرو د اعلان هرکلی کړی


اسلام اباد ـــ د پاکستان سیاسي ډلو د بلوچ قام پرستو سره د وزیراعظم عمران خان د خبرو کولو د بیان هرکلی کړی خو دا یې هم ویلې چې دا یوه سنجیده معامله ده او پکار دی د سیاسي بیانونو پر ځای د خبرو له لارې په سیاسي توګه له عملي ګامونو سره هواره کړی شي.

عمران خان د ګل- دوشنبې په ورځ په ګوادر کې یوې لویې غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت یې نیت لري چې د دې وروسته پاته صوبې د پرمختګ په نیت له وسلوالو بلوڅانو سره خبرې اترې پیل کړي.

د بلوچستان عوامي پارټۍ بي اې پي د قامي اسمبلۍ غړي خالد حسېن مګسي وي او اې ډیوه ته ویلي، د بلوچستان معامله د سیاسي ګوندونو او حکومتي چارواکو تر منځ یوه لویه ستونځه پاته شوې ده، که چېرې پر دغه معامله ټول را یو ځای شوي وای نو به د وخته سره معامله هواره کړی شوې وای.

ښاغلی مګسي وایي دا یو ډېر ښه پرمختګ دی او پکار دی چې ریاست دغو ملتپالو ته باور ورکړي، خلکو ته تر حدودو مخکې عامه معافي ورکړل شي، د انصاف په بنیاد د دوی سره خبرې پکار دی وشي او دوی په حکومتې ګټو کې شامل کړی شي نو هیله ده چې دغه معامله به هواره کړی شي.

د بلوچستان نېشنل ګوند بي این پي مېنګل ډلې د قامي اسمبلۍ غړي محمد هاشم تونیزي وي او اې ډیوه ته وویل، که چېرې واقعي په دې خبره کې سنجیدګي شته او وزیراعظم په بلوچستان کې له ملتپالو ډلو سره خبرې کول غواړي نو دا ډېره ښه خبره ده.

خو د هاشم تونیزي په وینا تر حکومت جوړېدو وروسته بلوچستان نېشنل پارټۍ د صوبې ستونځې د شپږو ټکو په صورت کې په قامي اسمبلۍ کې وړاندې کړې وې، وایي اوس تر ټولو وړاندې به کتل دا وي چې پر دغو شپږ ټکو تر څومره حده عمل شوی دی:

"خبره کول اسانه خو پرې عمل کول ډېر ګران دی، مونږ دا خبره په ډاګه کړې وه چې د بلوچستان ستونځې سیاسي دي او حکومت دا په سیاسي لاره هوارولای شي. که چېرې حکومت خبره کول غواړې نو زمونږ هم دروازې خلاصې دي".

هاشم تونیزی وایي په بلوچستان کې له تېرو 70 کلونو راهیسې غریبي ده، بینادي انفراسټرکچر تباه دی، دې اړخ ته دې پام راوګرزول شي، وایي د بلوچستان ټولې ډلې غواړي که چېرې د صوبې ستونځې هوارولو ته څوک کښیني نو ورسره به خبرې کوي خو پکار دی په دې اړه سنجیدګي هم څرګنده کړی شي.

تېره ورځ د بلوچستان په ګوادر سیمه کې د پرمختګ پروژو د پرانیستې غونډې ته په وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي وو بلوچستان په تېر وخت كې په پرمختګ کې نظرانداز كړی شوی دی.

عمران خان ومنله چې په هیواد کې د بده مرغه په پرمختګ كې يو شمېر سيمې ډېرې شاته پاتې شوي او په دې كې بلوچستان هم شامل دی. وزیراعظم ویلي څوک چې د پاکستان فکر کوي هغه به د بلوچستان په اړه هم فکر کوي او دوی به هم د بلوچستان د وسله والو سره خبرې کوي.

وروسته د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري پر ټویټر په خپل یوه پیغام کې لیکلي چې په بلوچستان کې د هند د ترهګرۍ نیټورک تر ډېره حده مات کړی شوی او اوس به د بلوچ ملتپالو سره د خبرو ایجنډا جوړوي.

فواد چودري زیاته کړې وفاقي حکومت به په بلوچستان کې د 731 اربه 131 منصوبې تر سره کوي او د صوبایي حکومت یواځې د روان مالي کال د پرمختګ پروګرام 180 اربه روپۍ ټاکل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG