لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل 90 فيصده بشپړ شوي


د امریکې مرکزي کمانډ (سنټرل کمانډ) د نهې/سه شنبې په ورځ (شپږمه جولايي) ويلي د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل 90 فيصده/سلنه بشپړ شوي دي.

امریکا د افغانستان نه د 90فيصده وتلو خبره دوه ورځې وروسته له هغې کړې چې نړيوالو ځواکونو د افغانستان د باګرام هوايي اډه خالي کړې ده چرته چې دوی شل کاله تير کړي طالبان يې د واکه لرې کړي او القاعده ته يې ماتې ورکړې، القاعده ترهګره ډله په کال 2001 کې د زرګونو په شمېره کې د امریکايانو د وژلو زمه واره ګرځول شوې وه.

د افغانستان پوځي کمانډرانو څرګندونه کړې چې د باګرام څخه د دوی ناڅاپه وتلو لوټ مارو ته هوايي اډې ته د تلو لار هواره کړې خو د پېنټاګون پرېس سيکرټري جان کربي د نهې/ سه شنبې په ورځ د باګرام څخه د وتلو دفاع کړې او ویلي يې دي خپل افغان اتحاديان يې د وتلو په اړوند د وړاندې نه په ټاکلي وخت خبر کړي وو.

جان کربي ویلي دوی په پټه نه دي وتلي.

اېسوسي اېټډ پرېس د ګل/دوشنبې په ورځ د افغان پوځي چارواکو له قوله ويلي وو، امریکايي ځواکونه د جمعې په شپه وتلي او نوی افغان کمانډر يې نه وو خبر کړی.

کربي ویلي، "زه نه شم ويلی چې افغان مشرتابه خپلو خلکو ته څه ويلي دي. څه چې زه تاسو ته ويلی شم هغه دا دي چې د امریکايي پوځ مشر سکاټ ميلر او عمله يې د افغان پوځي او غېر پوي مشرانو سره د باګرام هوايي اډې نه د وتلو په اړوند په تماس کې وه. زه په دغې خبر يم. او دوی (افغان ځواکونه) هلته موجود وو".

هغه ويلي، د امريکايي ځواکونو د وتلو نه 48 ساعته وړاندې دوی افغان ځواکونه هلته موجود وو. هغه زیاته کړې د باګرام د پرېښودو نه وړاندې امریکا په رسمي ډول د افغانستان د دفاع وزارت ته شپږ اډې حواله کړې وې.

اېسوسي اېټډ پرېس دا هم ويلي چې د امریکايي ځواکونو وتلو سمدست وروسته د باګرام هوايي اډې بجلي/برق هم قطع شوی وو.

کربي ویلي دغه پوښتنه ارزوي چې بجلي ولې قطع شوې وه.

د امریکا صدر جوبايډن چې د افغانستان نه د روان کال 11 ستمبر پورې د ځواکونو ويستلو اعلان کړی او نورو اتحاديانو يې هم په دغه نېټه د وتلو ويلي، د دغه اعلان وروسته طالبانو په افغانستان کې بريدونه سېوا کړي او راپورونه وايي د باګرام څخه د وتلو وروسته طالبانو بريدونو ته نور زور ورکړی دی.

د افغانستان د قامي سلامتیا سلاکار حمدالله محب د نهې/سې شنبې په ورځ ويلي چې د طالبانو له خوا په دې وروستیو کې په تېزۍ سره د ځینو علاقو د نیولو ترشا دلیل، د امریکا په مشرۍ د خارجي قواوو د وتلو ابتدایي موقت اثرات وو، او افغان حکومت په دې کار کوي چې مخ ته راغلی حالت، قابو کړي.

محب په کابل کې خبریالانو ته وویل "د خارجي قواوو د وتلو او په افغان هوایي ځواکونو باندې د اضافي فشار له امله، مونږ ته څه ناڅه ستونزې پیدا شوې وې....دا هغه ځیني ابتدایي موقت اثرات دي چې مونږ به یې قابو کړو".

محب زیاته کړه چې د خارجي قواوو د وتلو نه وروستو، افغان ځواکونو، په خصوص هوایي قواوو سره د وسایلو د کمي له وجې، چارواکو ته دا سخته شوه چې لېرې پرتو پوځي مرکزونو ته د ضرورت وړ شیان یې ورورسوي، نو له دې امله په هغو سیمو باندې فشار زیات شو او په دې وخت کې چې افغان عسکر له ځینو سیمو شاتګ وکړ، خلکو ته پرېشاني پیدا شوه.

د طالبانو له خوا د ډېرو سیمو د لاندې کولو با وجود هم د افغانستان د قامي سلامتیا سلاکار حمدالله محب مطمین ښکارېده چې حکومت سره یې اوس هم د خلکو ملاتړ شته، او د جنګ په میدان کې شاتګ، موقتي دی. هغه وویل: " دا جنګ دی او په کې فشارونه شته. کله حالات زمونږ په خوښه روان وي او کله نه وي روان. ".

بل اړخ ته د تاجکستان چارواکو ویلي چې په وروستیو دوو هفتو کې شاوخوا 1600 افغان عسکر د طالبانو د پرمختګ وروسته، د بدخشان له ولایته تاجکستان ته وراووښتي دي.

حمدالله محب وویل چې تاجکستان ته تللي افغان عسکر بېرته افغانستان ته راوستل کیږي او هغوی به بیا هم د افغانستان په حکومتي قواوو کې د طالبانو په ضد جنګ کوي.

په همدې حال کې د سولې پروسه درېدلې ښکاري. د افغانستان د قامي سلامتیا سلاکار د نهې په ورځ ټینګار وکړ چې افغان ریاست د افغانانو او نړېوالې ورورولۍ د خوښې مطابق طالبانو سره د یوې روغې جوړې لارې موندلو ته آماده دی، خو د هغه په وینا، طالبان نه غواړي چې د سولې مذاکرات وکړي.

بل اړخ ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وي او اې ته ویلي چې هغوی د سولې پروسې مخ ته وړلو دپاره آماده دي. ذبیح الله مجاهد د سولې پروسې کې ځنډ، د مقابل لوري ذمه واري وبلله.

بل پلو د افغانستان صدر محمد اشرف غني وایي "که طالبان فکر کوي چې مونږ به دوی ته تسلیم کیږو، نو دا ارمان به یې په سلو کالو کې پوره نشي. د وینې توېېدو او ویجاړیو پړه به د طالبانو او د هغوی د پلویانو په غاړه وي."

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG