لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا څخه په نړۍ کې د مړينو شمېره د څلور ملينو نه سېوا شوه


د امريکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په نړۍ کې د کرونا وبا له امله د مړو شمېره د څلور ملينو نه سېوا شوې ده، تر ټولو زيات مړي په امریکا کې شوي چې شمېره يې د شپږو لکو نه سېوا ده.

پوهنتون ويلي په نړۍ کې 40 لکه 1782 کسان د کرونا څخه مړه شوي او 18کروړه 50لکه 78زره386 پرې اخته شوي دي.

جان هوپکنز ويلي کرونا وبا تر ټولو زيات مړي په امريکا کې کړي او په امریکا کې زیات خلک په دې وايرس اخته شوي دي.

په امریکا کې شپږ لکه 6218 کسان په کرونا مړه شوي او درې کروړه، 37لکه 70زره 444 کسان پرې اخته شوي دي.

د کرونا له امله د امريکا وروسته زيات مړي په برازیل کې شوي پينځه لکه 28زره 540 ترې مړه شوي دي.

او د پوهنتون د شمېرو ترمخه په هند کې څلور لکه 5028 تنه پکې مړه شوي او درې کروړه اووه لکه 9557 کسانو ته کرونا ورپورې شوې وه.

په فرانس کې د کرونا له امله يو لک 11زره 448 او روس کې یو لک 37زره 718 کسان او برتانيه کې يو لک 28زره 565 کسان مړه شوي دي.

کرونا په کولمبيا او اټلي کې هم د يو يو لک نه زیات کسان مړه کړي دي.

په پاکستان کې د کرونا څخه د مړینو شمېره 22زره 493 ته او په افغانستان کې ترې 5415 مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG