لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان الیکشن کمېشن وایي هېواد کې تر سړیو د ښځو د ووټ اندراج لا هم کم دی


پېښور ـــ د پاکستان الیکشن کمیشن وایي د هېواد په 80 ضلعو کې د سړیو او مېرمنو د ووټونو د اندراج په شرح کې د 10 فيصده نه سېوا فرق مخې ته راغلی دی، وایي دغه شمېره ښيي چې د سړیو په نسبت د مېرمنو ووټونه کم رجسټرډ شوي دي.

کارپوهان وايي د مېرمنو د ووټونو په اندراج کې لوی خنډونه د ښځو په اړه معاشرتي چلند، سيمه ییز رسم و رواج او د شناختي کارډ نه جوړول دي.

د خېبر پښتونخوا اليکشن کمیشن وایي د صوبې په 11 ضلعو کې د سړیو او مېرمنو ووټرانو په شمېر کې فرق تر 10 فيصده سېوا ريکارډ شوی او په دغو ضلعو کې کمېشن د نادرا او نورو اړونده ادارو په مرسته د مېرمنو د شناختي کارډ جوړولو او هغوی ته د پوهې ورکولو په لړ کې کار کوي.

په دې حقله د پېښور پوهنتون د جېنډر سټډيز [د صنفي علومو د څانګې] استازه نازيه حسن وايي په ټولنه کې مېرمنو ته هغه هومره تعليم او پوهه نه ده ورکړل شوې کومه چې پکار ده او همدغه وجه ده چې يو شمېر مېرمنې يا خو شناختي کارډ نه لري او يا په ټاکنو کې د خپلې راۍ ورکولو نه ډډه کوي:

"زمونږه په معاشره کې زياتره ښځې دومره تعليم يافته نه دي او هغوی ته دا ووټ اچول يا په سياست کې برخه اخيستل غېر ضروري کار ښکاري، هغوی ته لويې کار د کور کارونه ښکاري چې هغه وکړي، داسې که تاسو په تعليم يافته ښځو کې په سياست کې برخه اخېستل يا خپله رایې کارول وګورئ نو هغه به تاسو ته ډېره وروسته پاتې ښکاره شي ځکه چې هغوی اوس هم د رایې په اظهار کې ازادې نه دي".

نوموړې وايي په سرکاري ادارو کې هم د مېرمنو د پاره اسانتياوې نه وي ځکه اکثره مېرمنې د قامي شناخت کارډ جوړولو لپاره د نادرا دفتر ته تلل نه غواړي.

په پاکستان کې د ټاکنو په اړه کار کوونکی د يو غېر سرکاري فافين نومې ادارې مشر حميد الله کاکړ وي او اې ډيوه ته وويل چې د يونين کونسل په کچه د ماشومانو د پیدایش اندراج او په خلکو کې د ټاکنو د اهميت په اړه له پوهې پېدا کولو سره د مېرمنو او سړیو د ووټونو په اندراج کې فرق ختمېدلی شي:

"زمونږه په ملک کې د ټولو لويه مسله دا ده چې د لوکل ګورنمنټ الېکشن نه شته نو موږ غواړو چې سياسي جماعتونه په دې کې خپل رول ادا کړي چې دغه ټاکنې وشي او د يونين کونسل په کچه چې کوم د پېدایش اندراج کېږي که نظام برابر وي د ماشومانو اندراج به کېږي، نو پکار ده چې مونږ د خپل شناختي کارډ له اندراج سره د ماشومانو رجسټرېشن هم وکړو بيا به مونږ ته په دې کې اسانۍ وي".

د فافين نه تر لاسه شويو مالوماتو تر مخه په خېبر پښتونخوا کې د سړیو او مېرمنو د ووټونو اندارج کې 12.9 ( دولس اعشاريه نهه) فيصده، پنجاب صوبه کې 9.6 (نهه اعشاريه شپږ) فيصده، سند کې 10.2 ( لس اعشاريه دوه) فيصده، بلوچستان کې 14.4 (څوارلس اعشاريه څلور) فيصده او اسلام اباد کې 5.4 (پنځه اعشاريه څلور) فيصده ريکارډ شوې ده.

په خېبر پښتونخوا کې د الېکشن کمېشن د دفتر وياند سهېل خان وي او اې ډيوه ته وويل چې د صوبې په 11 ضلعو کې د سړیو او مېرمنو ووټرانو په تعداد کې د فرق شرح د 10 فيصده نه سېوا ده او د دې فرق ختمولو د پاره ياده اداره د نادرا او نورو اړوند ادارو په مرسته کار کوي:

سهېل خان وایي په دغو ضلعو کې پېښور، چارسده، مردان، صوابۍ، هنګو، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان، ټانک، شانګله او داسې نورې ضلعې شاملې دي:

"په دې کې مونږ سره نورې ادارې په ګډه کار کوي او د شناختي کارډ جوړولو مرحله په تېزۍ روانه ده او په دې کې نادرا مونږه سره تعاون کوي او چې کوم ځای کې ضرورت وي هلته د نادرا ګاډی ورځي او هلته په ړومبي ځل چې کومې مېرمنې شناختي کارډ جوړوي ويړيا یې ور جوړوي".

د مرکزي اليکشن کمېشن له خوا په جاري شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د 2020م کال د اکتوبر په مياشت کې د هېواد په کچه د سړیو او ښځو ووټرانو د اندراج فرق 12.41 ملينه مخې ته راغلی وو خو وروسته بيا په دې کې کمی راغی او د روان کال په اپرېل مياشت کې دغه صنفي فرق 12.37 ملينه ريکارډ شوی دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG