لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ: پاکستان کې د ترهګرۍ پر زیاتېدو دې د پارلیمان ګډه غونډه را وبلل شي


اسلام اباد ـــ د پښتون ژغورنې غورڅنګ سره تړاو لرونکي د قامي اسمبلي غړي محسن ډاوړ یو ځل بیا په وزیرستان کې په زیاتېدونکو هدفي وژنو باندې تشویش څرګند کړی او په هیواد کې د ترهګرۍ په زیاتېدونکو پېښو باندې یې د پارلیمان د شریکې غونډې غوښتنه کړې ده.

د واکمن تحریک انصاف ګوند حکومت وایي په افغانستان کې د زیاتېدونکي تشدد اغېز به په پاکستان هم وي خو وایي پاکستان په دې باندې قابو راوستو ته تیار دی.

د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې محسن داوړ ویلي دي، چې په شمالي وزیرستان کې یو ځایي مشر ملک عبدالرحمان په هدفي برید کې و وژل شو او له دې نه وړاندې هم په وزیرستان کې یو بل مشر صلاح الدین و وژل شو او دلته یو ځل بیا ترهګري په زیاتېدو ده.

محسن ډاوړ دا بیان په داسې حال کې ورکړی دی چې له دې وړاندې د بنو په جاني خېل کې د هدفي وژنو پرضد روان احتجاجي پرلت په دې ختم کړی شوی وو چې حکومت مظاهرچیانو سره لوظ کړی وو، د هدفي وژنو مخه به نيسي او په دې کښې ککړ خلک به ګرفتار کوي.

قامي اسمبلۍ ته د وینا په وخت محسن ډاوړ ویلي دي، د ترهګرۍ په نامه قبایلو تر ټولو زیاتې قربانۍ ورکړې دي، وایي د دغو سیمو خلک د پوځي عملیاتو په نامه بې کوره کړل شوي دي او اوس نور دغه شان قربانۍ نه شي ورکولای.

محسن داوړ وویل اوس چې د دوی ‌په سیمه کې ترهګري په زیاتېدو ده نو دوی خو پرې آواز پورته کوي خو نور ټول [د اسمبلۍ غړي] غلي ناست دي، سبا که چېرې ګرد په هیواد کې ترهګر یو ځل بیا خواره شول نو بیا به ټول چیغې وهي.

محسن داوړ وایي اوس په وزیرستان کې حالات هم هغه شان دي څنګه چې تر پوځي عملیاتو ضرب عضب وړاندې وو او ترهګرو ډلو خپل وجود ښودل پیل کړي دي.

دوی په ټولنیزو رسنیو خپره شوې د توندروه ډلې "مجاهدین ګلګت و کوهستان" د مشر کمانډر حبیب الرحمان په ویډیو باندې هم تشویش څرګند کړی دی.

کمانډر حبیب الرحمان چې ورباندې نانګا پربت غر کې د 10 تنو بهرنیانو د وژنې تور دی، د دې یوه ويډیو په ټولنیزو رسنیو خوره شوې ده، چې پکې په ښکاره د نورو وسلوالو ملګرو سره د ګلګت په بابو سر پولو میدان کې موجود وي او ډېر وخت پورې خلکو سره خبرې اترې کوي.

کمانډر حبیب الرحمان په 2013م کال کې نیول شوی وو خو وروسته 2015م کال نه د جېل نه په تښتېدو بریالی شوی وو او اوس یو ځل بیا په ګلګت کې ښکاره شوی دی.

د محسن داوړ له خوا په هېواد کې د ترهګرۍ په زیاتېدونکو پېښو باندې د پارلمیان د شریکې غونډې رابللو په غوښتنه د پارلمیاني امورو د پاره مرکزي وزیر علي محمد خان ویلي دي، په امنیت او د افغانستان په صورتحال باندې نیزدې ورځو کې د پوځ له خوا پارلمیاني کمېټۍ ته تفصیلي بریفنګ ورکړی شوی دی او په افغانستان کې زیاتېدونکی تشدد په پاکستان کې د ترهګرۍ زیاتېدو یوه وجه هم ده.

علي محمد خان وایي د پاکستان امنیتي ادارې دغه شان صورتحال ته تیار دي او دلته امن قیام سره سره به پاکستان په افغانستان کې د امن د پاره هم خپلې هڅې جاري ساتي.

د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د ترهګرو پرضد عملیاتو له وجې یې په هېواد کې د ترهګرو ډلو ملا ماته کړې ده.

خو د بشري حقونو د څار د نړيوالې ادارې یا هیومن رایټس واچ یو تازه رپوټ وایي، په پاکستان کې په عام ولس او امنیتي ځواکونو باندې د تحریک طالبان پاکستان، القاعده او له دوی سره د تړلو ډلو له خوا د بریدونو په نتیجه کې یو شمېر خلک وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG