لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: شاهزېن بګټی د عمران خان په استازیتوب له وسلوالو بلوڅانو سره د خبرو وړتیا نه لري


کوټه ـــ د پاکستان وزير اعظم عمران خان له بلوچستان څخه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی نوابزاده شاهزېن بګټی د بلوچستان د مسئلې لپاره د" پخلاينې او همغږۍ" ځانګړی مرستيال ټاکلی خو د دې صوبې سیاستوالو او څېړونکو هغه د دې کار وړ نه دی بللی.

حکومتي چارواکي وايي شاهزېن بګټی به د بلوچستان د مسئلې په حل کولو کې د حکومت مرسته کوي.

شاه زېن بګټی د طلال بګټي زوی او د بلوڅ ملتپال مشر نواب اکبر بګټي لمسی دی. هغه د نواب بګټي د جمهوري وطن ګوند اوسنی مشر دی.

د بلوچستان سياستوال او څېړنکاران که يوې خواته د بلوچستان د مسئلې په اړه د مرکزي حکومت د اوسنیو هڅو ستاینه کوي خو بلې خواته دوی دا فکر کوي چې حکومت په دې اړه تر اوسه هغه څه نه دي کړي کوم چې کول پکار دي.

د بلوڅو پر مسئله ژور نظر لرونکی، څېړونکی او د اتنخاب اخبار مدير انور ساجدي په خبره که څه هم نوابزاده شاهزېن بګټی د نواب اکبر بګټي لمسی دی خو وایي هغه به دومره اهليت ونه لري چې دومره ګران کار وکړي:

"دا ډېړ مشکل کار دی، د دې دوې برخې دي، ځینې خلک په نورو ملکونو کې دي او نور په غرونو کې دي، اوس سوال دا دی، دی به د غرونو له خلکو سره څنګه رابطه کوي؟ له هغوی سره به څنګه خبرې اترې کوي؟، دا ګرانه زمه واري ده".

انور ساجدي وایي پوښتنه دا ده چې شاه زېن بګټی څه ايجنډه لري او هغه اختيار تر کومه ځایه لري او له ده سره به ضمانت څه وي چې له وسلوالو او جلاوطنه بلوڅ مشرانو سره خبرې وکړي:

"شاید د حکومت دا خيال وي چې دی [شاهزېن] د برهمداغ بګټي د اکا زوی دی، برهمداغ دا وخت په سويزلېنډ کې دی او د ناراضه خلکو مشر دی، زما خو دا خيال دی چې هغه که کومه خبره کولای هم شي نو هغه برهمداغ بګټي او له خان آف قلات سره ملاوېدی شي او دا نور [په غرونو کې ناست وسلوال] خو ښايي له ده سره ليدو ته هم اماده نه شي".

د بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل د مرکزي کمېټۍ غړی ساجد ترين ايډوکيټ وايي، د تېرو حکومتونو په څېر اوسنی حکومت هم د بلوچستان د حقيقي مسئلې په اړه سنجده نه دی. دی وايي که حکومت رښتيا هم دا مسله ختمول غواړي نو له ټولو بلوڅو سره ناستې او خبرو ته ضرورت دی:

"مخکې هم داسې اعلانونه شوي خو اصل ستونځو ته توجو نه ده شوې، که حکومت او رياست په ريښتيا دا اختيار لري او دا ستونځه حل کول غواړي اول یې باید له هغو خلکو سره خبرې کړې وای او د هغوی جرګه یې را بللې وای چې دلته تر آیين او قانون لاندې اوسيږي او سياست کوي".

د "صدای ولس" په نامه ورځپاڼې مدير او ليکوال آغا عبيد وايي، په دې مسئله کې يواځې د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارې مهم رول لوبولای شي حکومت نه. آغا عبید وایي بلوڅ وسلوال اوس هغه ځای ته رسېدلي چې د شازين په وس نه دي چې ورسره ومني:

"شازين به يواځې د يو پیغام رسوونکي کردار ادا کوي چې له دې خوا پيغام وړي او له هغه خوا يې راوړي، شازين په خپله اتهارټي نه ده او هغوی [بلوڅ وسلوالو] تېر وار هم ورته ويلي وو چې وزيراعظم خپله هم واک نه لري، هغو ويلي وو چې د چا چې په لاس کې ده هغه دې زموږ سره په دغه دغه بنيادو خبرې وکړي خو هغه [پوځ] دې ته لا هم نه وو تيار".

ياده دې وي چې تر دا وړاندې هم د پاکستان مرکزي او د بلوچستان ايالتي حکومتونو له بلوڅو خفه او وسلوالو ډلو سره څلور وارې د خبرو اترو هڅې کړي خو يو حکومت هم تر اوسه په بشپړه توګه د دې مسئلې په حل کېدو کې کاميابي نه ده ترلاسه کړې.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG