لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: که طالبانو 85 فيصده خاوره نیولې نو مشران او کورنۍ يې ولې په بهر ملکونو کې دي؟


افغان چارواکو د طالبانو دغه ادعا په کلکه رد کړې چې طالبانو ويلي د افغانستان 85 فيصده برخه يې په کنټرول کې اخستې ده، او افغان حکومتي چارواکو ويلي که دوی د افغان دومره برخه نيولې نو مشران او کورنۍ يې ولې په بهر ملکونو کې دي.

د رويټرز ترمخه يو طالب استازي شهاب الدين دلاور د جمعې په ورځ (نهمه جولايۍ) د روس په سفر کې خبري غونډې ته ويلي، د افغانستان 85 فيصده برخه د طالبانو په کنټرول کې ده.

د خبر ترمخه د طالبانو درې استازو د روس سفر کړی او هلته يې دغه خبره کړې ده.

خو د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند طارق ارين دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.

ارين ویلي، که د طالبانو دغه ادعا رښتیا وي نو بیا ولې د طالبانو مشران، د دوی کورنۍ او اولادونه په بهر ملکونو کې ژوند کوي.

پرون د جمعې په ورځ (نهمه جولايۍ) د روس د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ماريه زهروف په يوه خبري غونډه کې ویلي، دوی د افغانستان او تاجکستان په پوله د تاو تريخوالي په سېوا کېدو خبر دي، او طالبانو په پوله پرتې زياتې ولسوالۍ نيولي او د تاجکستان سره د پولې په درېو کې دوه برخې يې نيولي دي.

د افغانستان د قامي سلامتیا سلاکار د نهې/سې شنبې په ورځ شپږمه جولايۍ ويلي وو چې د طالبانو له خوا په دې وروستیو کې په تېزۍ سره د ځینو علاقو د نیولو ترشا دلیل، د امریکا په مشرۍ د خارجي قواوو د وتلو ابتدایي موقت اثرات وو، او افغان حکومت په دې کار کوي چې مخ ته راغلی حالت، قابو کړي.

او د افغانستان صدر اشرف غني ويلي وو "که طالبان فکر کوي چې مونږ به دوی ته تسلیم کیږو، نو دا ارمان به یې په سلو کالو کې پوره نشي. د وینې توېدو او ویجاړیو پړه به د طالبانو او د هغوی د پلویانو په غاړه وي."

ښاغلي غني هم د نهې/سې شنبې په ورځ د افغان کابینې او امنیتي او دفاعي ادارو د مشرانو یوې غونډې ته ويلي وو چې طالبانو ته په هېڅ صورت معامله او تسلیمي نشته، "خپل ژوند په عزت سره کوو، نن د عزت او هوډ ورځ ده."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG