لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي اندېښمن دي افغانستان به د تېر په څېر د ترهګرو کور پاتې شي


واشنګټن ـــ اوس چې د امريکا او پلويانو جنګي ځواکونه ټول د افغانستان نه په وتو دي د غرب چارواکي په دې تياريو کې دي چې څنګه د دوی د اعلان شوي فضايي څار او استعداد توان او پلان به چرته ناقصه خو نه وي چې په ياد هېواد کې د القاعده او داعش د خطر مخه ونيسي.

امريکايي چارواکي دا هم په پټه او هم په ښکاره وايي چې دواړه ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې يو د بله دي او دا چې القاعده په افغانستان کې د څو سوو جنګيالو کمانده کوي او دا چې د داعش د خلکو شمېر ترې لږ ‌‌‌‌‌‌ډېر دی.

داعش په نزدې وختونو کې د غټو ترهګرو بريدونو په خاصه توګه په ښارونو کې د کولو ذمه واري په غاړه اخستې ده. استخباراتي او د بشري ښېګړو د ادارو چارواکي وايي نه داعش او نه القاعده به داسې څه وکړي چې د لرې نه راتلونکي امريکايي جنګي جهازونه او ‌‌‌‌‌‌ډرون به په اسانه په نخښه کړي.

د ترهګرۍ په ضد کارکوونکي يو غربي اسخباراتي کارپوه امريکا غږ ته وويل ممکن د ‌‌‌‌‌‌ډېره وخته پورې القاعده خپل تړون د طالبانو سره وساتي”.

هغه وايي القاعده به طالبانو ته دا باور ورکوي چې دوی به نه وارخطا کوي او دا به غواړي چې افغانستان يو داسې ځای وساتي چرته چې خپل جنګي تربيت کولی او ملګري جوړولی شي”.

داعش ډله:

داعش خراسان چې اوس په افغانستان کې لکه د تېر په شان مځکه نه لري بيا د را پاڅېدو تابيا کوي او د دې بنياد ږدي.

د استخباراتي چارو د کارپوه په وينا داعش خراسان سره د مشکلاتو چې پرې تېر شول اوس هم لا ختم نه دی او دا استعداد لري چې بيا مظبوط شي”.

دغه کارپوه وايي داسې حالت جوړېدی شي چې داعش خراسان پکې نور قوي شي، ځان ته نور جنګيالي پيدا کړي او نور په خلاص مټ خپل فعاليتونه وکړي”.

څېړونکي وايي داعش خراسان د افغانستان نه بهر د خورېدو په لټه کې دی او قازقستان، کرغزستان او تاجکستان کې يې هم د پښو کېښودلو هڅې کړې دي.

يو د بشري خير ښېګړو د ادارې کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل د داعش توجه اوس د ډېرو خلکو په ځای په معيار ده ځکه دوی ځايي سېسټو یا انفراسټرکچر جوړوي چې خلک برتي کړي، اسانتياوې پيدا کړي، مالي مرستې برابرې کړي او دې ته يوه اقتصادي بڼه ورکړي”.

داعش دا وخت د انفارميشن ټېکنالوجي ماهرين برتي کوي په ځای د دې چې يو عام تن پيدا کړي چې ځانمرګي بريد ته تيار وي”.

د امريکا او منځنۍ اېشيا د هېوادونو چارواکي د داعش په قوي کېدو انديښمن دي او سوب يې دا ښيي چې داعش لا د مخکې نه ډېر ترهګر د منځنۍ اېشيا د ځان ملګري کړي دي.

سيمه يیز استحکام:

په امريکا کې د ازبکستان سفير جولان واخابوف امريکا غږ ته وويل ملک يې د سيمې استحکام ته توجه کوي او ځايي مرستې تر لاسه کول غواړي چې د ترهګرۍ ضد او د پولو د ساتنې استعداد ولري.

هغه وويل ‌‌‌‌‌‌هېواد يې د پولو د ساتنې په لړ کې د واشنګټن سره د کار کولو ‌‌‌‌‌‌ډېر خواهش لري چې څنګه د داعش د خورېدلو څار وکړي.

هغه وايي مونږ تل په دې برتيانو اندېښمن يو ځکه د دې يواځې په هغه خلکو اغېز نه وي چې ترهګرۍ ته تيار شي بلکې د هغو په کورونو او بچو يې هم اثر پرېوځي”.

د سي ای اې مشر بېل برنز د امريکا کانګرس ته خبرداری ورکړی وو چې د افغانستان نه د ځواکونو ويستلو وروسته به د ده ادارې ته د داعش خراسان غوندې ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو په قوت معلومولو کې مشکل راځي.

د ملګرو ملتونو د شمېر تر مخه د داعش د غړو شمېر د افغانستان په کونړ او ننکرهار کې تر 2000 خوا و شا دی.

روس هم د افغانستان په شمالي برخو کې د داعش د شتون او برتيانو په اړه اندېښنه ښودلې ده او وزير خارجه سرګي لاوروف وایيدا مهمه ده چې افغانستان په تياره کې نه وي چرته چې داعش ځان قوي کوي او په خاصه توګه د افغانستان په شمال کې نوې سيمې نيسي چرته چې زمونږ د دوست ملکونو پولې لګېدلې دي”.

د افغان طالبانو په راتلونکي پاليسۍ او په نزدې ورځو کې د يو شمېر ولسوالیو د نيولو د دعو تر څنګ يو شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو د طالبانو اوالقاعده د اړيکو په ځای ساتلو اندېښنه څرګنده کړې او وايي طالبانو سره د ژمنې د القاعده او نورو ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو سره خپل جنګي او نظرياتي تعلق نه دی پرې کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG