لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د 25 کتابونو ځوان لیکوال نصیر احمد احمدي په 47 کلنۍ کې مړ شو


واشنګټن ـــ د ګڼ شمېر پښتو ناولونو پېژندلي لیکوال د افغانستان ځوان او نومیالي قلموال نصیر احمد احمدي په کابل کې د کورونا ناروغۍ له کبله د 47 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د هغه کورنۍ ته نیژدې سرچینې وایي ښاغلی احمدي شاوخوا یوه میاشت مخکې په کورونا وایرس اخته شوی وو او د کابل په یوه شخصي روغتون کې بستر وو، چې نن د شنبې- خالي په ورځ مړ شو.

نصیر احمد احمدي د فتح الله احمدي زوی وو، چې په 1974م کال کې د افغانستان د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د ملک غلام رسول کلا په کلي کې زېږېدلی وو.

افغان ولسمشر اشرف غني د ښاغلي احمدي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې پښتو ادب ته لوی زیان بللی دی. د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له خولې لیکل شوي:

"نصير احمد احمدي د پښتو ژبې د بډاينې او په ځانګړي ډول د پښتو ناول ليکنې په برخه کې د قدر وړ هلې ځلې وکړې او ‌‌‌‌‌‌ډېر ګټور ناولونه يې وليکل. نوموړي پخپلو ليکنو کې لوستونکي تعادل، منځلاریتوب او د افغانستان پرمختګ ته بلل".

ښاغلي احمدي په خپل شاوخوا پینځویشت کلن ادبي ژوند کې د خپل ادبي عمر برابر شاوخوا پینځویشت کتابونه ولیکل او ځینې یې و ژباړل چې تر ټولو وروستی لیکلی کتاب یې «د غڼې ځاله» په نوم ناول وو چې شاوخوا شل ورځې مخکې چاپ شوی.

د احمدي مړینې ګڼ شمېر خلک، د هغه د کتابونو لوستونکي، مینه وال او لیکوال غمجن کړي او پر ټولنیزو رسنیو یې له هغه سره خواخوږي ښکاره کړې او د هغه مړینې یې د پښتو ادب لپاره ستر زیان بللی دی.

نصیر احمدي په اوس وخت کې د ناول لیکونکي په توګه د پښتنو په لر و بر وطن کې په ځوانانو تر بل هر لیکوال زیات شهرت درلود او کتابونه یې ډېر زیات لوستل کېدل، چې هر ناول یې څو څو واره چاپ شوی دی.

د ده اکثر ناولونه ډېر مشهور وو خو «بغدادي پیر» ناول یې ډېره زیات ولوستل شو. لیکوال جاوېد سیال یې د دې ناول په اړه وایي:

"بغدادي پير سياسي ــ تاريخي ناول چې دويم ځل د ډېوېډ جونز په نوم خپور شو، زياتو خلکو ولوست، دا ناول د افغانستان د خپلواکۍ اتل شاه امان الله خان د واکمنۍ د نسکورېدو يو اساسي سبب په هنري ژبه بيانوي، دغه ناول تازه اردو ژبې ته ژباړل شوی او په غږيزه بڼه هم ثبت دی".

د نصیر احمد احمدي د چاپ کتابونو نومونه په دې ډول دي:

1. سړه سيلۍ (لنډې کیسې)، 2. مينه (لنډې کیسې)، 3. د واورې سړی (لنډې کیسې)، 4. اشر ( د لنډو کيسو ګډه ټولګه ).

1. بوډا او د لېوانو پلونه (ناول)، 2. رڼا (ناول)، 3. بړبوکۍ (ناول)، 4. يوه خبره درته وکړم؟! (ناول)، 5. جوجو (ناول)،‌ 6. اغزن سيم (ناول)، 7. زرو (ناول)، 8. نيکه (تاریخي ناول)، 9. بغدادي پير (ناول)، 10. پټان (ناول)، 11. اخ وطنه! (ناول)، 12. ټال (ناول)، 13 رنګه غوږونه (ناول)، 14. د غڼې ځاله (ناول)، 15. د معجزې تيږه (ژباړلی ناول).

د فلسفې په اړه یې «په فلسفه کې تلپاتې پيښې» په نوم یو کتاب هم ژباړلی او د لنډې کیسې یا افسانې د اصولو په اړه یې هم د «راځئ کيسه وليکو» په نوم یو کتاب لیکلی وو، چې د خپلې لیکوالۍ تجربې یې پکې بیان کړې دي.

همدارنګه یې د افغانستان د نومیالیو شخصیتونو ابوریحان البیروني، کاتب هزاره، محمد موسی شفیق او محمد هاشم میوندوال ژوندلیکونه هم لیکلي وو، چې دا ټول کتابونه یې چاپ دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG