لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امرالله صالح: پاکستان په جګړه کې طالبانو ته لارښوونې کوي


د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تور پورې کړی چې د افغانستان په جګړه کې طالبانو ته د پاکستان لخوا لارښوونه کيږي او هلته يې روزنه شوې ده. پاکستان په سمدستي ډول دغه تور ته ځواب نه دی ويلی خو له دې وړاندې يې دغه ډول تورونه رد کړي دي.

امرالله صالح د ګل/دوشنبې په ورځ (12) په خپله فېس بک پاڼه يو اوږد بيان خپور کړی چې طالبان څوک دي او دوی چرته ساتل کيږي، هغه ويلي طالبانو يې دښمنان دي او دوی به تباه کړي.

صالح د طالبانو درې ډلې يادې کړي او ويلي يې دي د طالبانو اصلي ډله هغه ده چې د پاکستان پوځ روزلي يا تربيه کړي دي.

هغه تور لګولی دغو طالبانو ته د پاکستان د پوځ لخوا په پېښور او کوټه کې لارښوونې کيږي.

صالح تور لګولی د دښمن (طالبانو) اصلي قوت د دوی روزنه ده او دوی په روزنه کې لشکر جهنګوي ډلې ته ورته والی لري او لشکر جهنګوی د پاکستان د پوځ په کېمبونو کې روزل کيږي.

پاکستان په کال 2002 کې لشکر طيبه ډله لاقانونه ګرځولې ده.

دا لمړی ځل نه دی چې کوم افغان لوړ پوړي چارواکي په پاکستان د طالبانو د ملاتړ تور لګولی دی.

د مې په میاشت کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم په پاکستان دغه ډول تورونه لګولي او ويلي يې وو چې پاکستان افغانان غولولي او په افغانسان کې يې ورته جهاد روا کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه وخت د حمدالله محب بيان ته په غبرګون کې ویلي وو افغان مشرتابه غېر زمه واره بيانونه ورکوي او بې بنياده تورونه لګوي.

پاکستان ویلي وو چې دغه ډول بې بنياده بيانونه د دواړو ګاونډي وروڼو ملکونو ترمنځ اعتماد ته او د افغانستان د سولې په لړ کې د پاکستان د سهولت کارۍ رول ته زیان رسوي.

او وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي بيا حمدالله محب ته په مخاطب کولو سره ويلي وو "خپله خوله دې په واک کړه ګنې پاکستان به تا سره خبرې کول هم ونه غواړي او نه به درته کوم پاکستانی لاس درکړي".

پاکستان تل دغه دعوه کوي چې د افغانستان په سوله کې د سهولت کار کردار ترسره کړی او په افغانستان کې امن غواړي.

او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه هم د روان کال د جنورۍ په میاشت کې ویلي وو، پاکستان به د روانو بېن الافغاني خبرو ملاتړ دوامداره ساتي ځکه چې په افغانستان کې د امن مطلب په پاکستان کې امن دی.

خو د جون په مياشت کې افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان د سولې پروسه کې د پاکستان رول مهم بللی او ويلي يې وو په افغانستان کې سوله او جګړه د سیمې د بل هر هېواد په پرتله پر پاکستان زیات مثبت او منفي اغېز لري او پاکستان باید خپله ژمنتیا په عمل کې ثابته کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG