لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د کرونا په مثبتو پیښو کې بیا زیاتوالی راغلی


د سرکارې شمیرو تر مخه په سیند کې د کرونا د مثبتو بیښو کچه14 فيصده، پښور کې اته فيصده، اسلام اباد او لاهور کې درې نیم فیصده ته رسیدلې ده، پنجاب کې دغه کچه 1.2فيصده او خېبرپښتونخوا کې یو فیصد ریکارډ شوې ده.

په ټول هیواد کې د کرونا د مثبتو پېښو کچه د درې نیم فیصده څخه زیاته ده، د کرونا څخه په تیر شواروز کې 21 کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی او 1590 کسان په دغه رنځ اخته شوي دي.

د روغتیا د پاره پارلیمانې سکترې نوشین حامد وايي چې په هیواد کې راپور شوې د کرونا په مثبتو پېښو کې 50فيصده د هندوستان څخه راغلې دا قسم ډیلټا دي، د دې څخه دا ښکارې چې څلورمه څپه چې راغلې د دې د خوریدو لوی سبب دغه ډیلټا قسم دی.

هغه وايي چې د کرونا یو ویکسین هم 100 فیصده موثره نه دی چې له سببه د ویکسین لګیدو ورسته هم کرونا وايرس لګېدی شي خو ښه خبره دا ده چې د ویکسین لګیدو څخه به رنځ سخت نه وي او د کرونا رنځور مرګ د څخه بچ کېدی شي، هغه وايي په پاکستان کې لګول کیدونکي ویکسین د کرونا د دغه قسم په ضد کارکولی شي.

د اسلام اباد او پېنډۍ ورسته په کراچۍ کې هم د هندوستان ډیلټا قسم خلکو ته لګېدلی دی، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د طبې پوهانو تر مخه د کرونا دغه قسم ډیر خطرناکه او په تندۍ سره خوریدونکی دی او په داسې حال کې به نور زیات احتیاط کول وي، او د احیتاط سره سره ویکسین به هم لګول وي په هیواد کې دا وخت بهرنيو هیوادونو ته تلونکو کسانو ته موډرینا او نورو ته د چین سائیوفام او سايئنو ویک ویکسین لګول کيږي.

د کرونا د څار او مالوماتو ادارې نیشنل کمانډ اینډ اپریشن سینټر اېن سي او سي د مشر او وفاقي وزیر اسد عمر په ټويټر ويلي، تیره ورځ په لمړې ځل پينځه لکه 25زره کسانو ته ویکسین لګول شوي او د ویکسینیشن په دغه عمل کې به په راتلونکو ورځو کې نوره تيزي راوستل شي.

د حکومت د زیاتو ویکسین لګولو د دعوو سره سره دا هم ویلی کیږي چې دغه عمل اوس هم ډیر په قلاره دی.

په هیواد کې د لوی اختر په مهال احتیاط نه کولو له سببه د کرونا د زیات خوریدو ویره هم ده چې له سببه يې د اسلام اباد په یوشمیر سیکټرو کې سمارټ لاک ډاؤن لګول شوی او په خلکو د احتیاطی ګامونه عملې کولو د پاره سخت ګامونه پورته کولو پریکړه هم شوې ده اېن سي اوسي تیره اوونې ویلي د سیل ځاینو ته به یواځې هغو خلکو ته د تګ اجازه وې چې ویکسین یې لګولي وي.

تیره ورځ د روغتیا په چارو کې د وزیراعظم سلاکار ډاکټر فیصل سلطان ویلي وو چې په خلکو د کرونا د مخنیوې په تدابيرو د عمل کول دپاره پوځ رابلل کېدی شي.

په اسلام اباد کې یو اړخ ته د کرونا په مثبتو پیښو کې زیاتوالی روان دی نو بل پلو ته د وفاقي حکومت له اړخه د کرونا رسک الاؤنس نه ورکول په مامله د وفاقي هسپتالونو کارمندانو کاربنديز کړی دی.

او په سرکاري هسپتالونو پمز، پولي کلینک او سي ډې اي هسپتالو کې د کارمندانو احتجاج روان دی او ویکسينیشن سینټر ته تالې لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG