لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کابل کې چاودنې څلور تنه وژلي او پینځه نور یې ټپیان کړي دي


واشنګټن ـــ په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په ترڅ کې نن په کابل کې چاوده شوې چې د پولیسو په وینا څلور تنه پکې وژل شوي او پینځه تنه ټپیان شوي دي، د پېښې ذمه واري سمدستي چا نه ده منلې.

د کابل پولیسو په یو بیان کې ویلي چې چاودنه نن د نهې- سه شنبې په ماسپښین په ځایي وخت شاوخوا درې بجې د میوند سړک پر چوک د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده.

پولیسو دا نه دي ویلي چې د چاودنې هدف څوک وو او وایي په دې اړه یې پلټنې روانې دي خو وایي په چاودنه کې وژل شوي او ټپیان ټول عام خلک دي.

د چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو حکومت تل د داسې پېښو ذمه واري پر وسلوالو طالبانو ور اچوي.

د یادونې وړ ده چې په تېره جون میاشت کې هم په کابل ښار کې څلور چاودنې شوې وې چې په نتیجه کې یې شاوخوا 20 تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي‌ وو.

طالبان تل دا تورونه ردوي چې ګواکې دوی پر عامو خلکو بریدونه کوي.

په کابل کې نننۍ چاودنه په داسې وخت کې شوې چې طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې په ګڼ شمېر ولایتونو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د لسګونو ولسوالیو د نیولو دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG