لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وسلوالو طالبانو 22 افغان کمانډو سرتیري له تسلیمۍ وروسته وژلي دي


واشنګټن – په یوې ویډیو کې چې په سي این این خبري رسنۍ خپره شوې ښکاري چې وسلوال طالبان په هغو افغان کمانډو سرتېرو ډزې کوي چې لاسونه یې بره نیولي او له وسلو پرته د تسلیمۍ په حال کې دي.

په دغه خپره شوې ویډیو کې په څرګنده ښکاري چې له کمانډو سرتېرو سره وسله نشته او د طالبانو پر لور په ارامه روان دي چې ناتاره پرې طالبان د الله اکبر له نارو سره ډزې کوي او لږ تر لږه تر لسو زیات مړي یې په مخکې پراته ښکاري.‌

سي این این لیکي، دغه قرباني سرتېري د افغان ځانګړو ځواکونو له ټولي څخه وو چې طالبانو ووژل.

راپور لیکي دغه پېښه د جون په 16مه نېټه د فاریاب ولایت په دولت اباد ښار کې شوې چې له ترکمنستان سره ګډې پولې ته څېرمه پروت دی.

سي این این داسې ګڼې ویډیوګانې ترلاسه کړي او له عیني شاهدانو سره پرې غږېدلي دي. په ویډیو ګانو کې ښکاري چې د ښار د نیولو پرسر له سختې جګړې وروسته د کمانډو سرتېرو ګڼ شمېر مړي له مارکیټ څخه دباندې پراته دي.

عیني شاهدان وايي، له طالبانو سره تر سختې جګړې وروسته کمانډویانو سره وسلې او مهمات ختم شوي وو او بیا طالبانو کلابند کړل.

په یوه ویډیو کې چې 45 ثانیې (سیکنډه) اوږده ده یو لاروی په پښتو نارې ووهي چې مه یې ولئ مه یې ولئ او بیا وايي، درته زارۍ کوم چې مه یې ولئ. بیا دغه عیني شاهد ورته وايي، تاسو څنګه پښتانه یاست چې افغانان وژنئ.

د ویډیو په پای کې دا غږ هم اورېدل کېږي چې ټول سامانونه ترې واخلئ. په بله ویډیو کې یو کس نارې وهي چې زرې ترې وباسئ. یو طالب لیدل کېږي چې له کمانډو څخه په خپله زرې باسي.

سره صلیب د 22 کمانډویانو د مړو تر لاسه کول تایید کړي دي.‌

د سرتیرو د وژنې دغه پېښه د طالبانو د هغو هڅو پر ضد دي چې غواړي داسې وښيي چې تسلیم شوي سرتېري نه وژني.

طالبانو د دولت اباد له جګړې درې ورځې وروسته یو ویډیو خپره کړه په کومه کې چې د پوځي ټرکونو او وسلو نیول ښيي.

په دغه ویډیو کې ادعا شوې چې کمانډو سرتېري د طالبانو له خوا تر نیول کېدو وروسته بې وسلې شوي او لاسونه یې تړل شوي دي.

طالبانو سي این این ته ویلي، د کمانډو سرتېرو د وژلو ویډیوګانې جعلي او د حکومت پروپېګنده ده چې خلک وهڅوي تسلیم نه شي.

د طالبانو ویاند ویلي، دوی سره اوس هم هغه 24 کمانډو سرتېري شته چې دوی په فاریاب ولایت کې نیولي خو کوم ثبوت یې وړاندې نه کړ.

د افغانستان د دفاع وزارت د طالبانو دا خبره رد کړې ده چې ګواکې کمانډو سرتېري ورسره دي. دفاع وزارت وویل،‌ چې طالبانو هغه ټول وژلي دي.

په دولت اباد کې ګڼو عیني شاهدانو سي این این ته وویل، چې کمانډویان یې په بې رحمۍ سره ووژل. یو عیني شاهد وویل، کمانډویان ښار ته له ګڼو ټېنکونو سره راغلل خو له دوه ساعته جګړې وروسته ورسره مرمۍ ختمې شوې او هوايي ملاتړ ورسره و نه شو.

یو بل عیني شاهد سي این این ته ویلي، کمانډویان د طالبانو له خوا کلابند شول. بیا هغوی د سړک منځ ته راوستل او ټول یې وویشتل. هغه دا هم وویل،‌ چې ځینې وسلوال طالبان د سیمې نه وو او په خپلو کې داسې غږېدل چې دوی پرې نه پوهېدل.

د سیمې یو دوکاندار هم ویلي، چې ځینې طالبان بهرنیان ښکارېدل. هغه وویل، کمانډویانو جګړه نه کوله. ټولو لاسونه بره نیولي وو او تسلیم شول.

یو بل دوکاندار وویل،‌ "زه سخت وویرېدم کله چې طالبانو په کمانډویانو ډزې پیل کړې. هغه ورځ ټول وېرېدلي وو. زه په خپل دوکان کې پټ شوی وم."

هغه وویل،‌ دا هر څه ده په خپلو رڼو سترګو د دېوال یوه سوري څخه ولیدل.

سیمیزو چارواکو فاریاب ته د کمانډو سرتېرو په لېږلو باندې نیوکې کړي په داسې حال کې چې هوايي ملاتړ هم ورسره نه وو.‌

د فاریاب د ولایتي شورا یو غړي عبدالاحد البېک وویل لېږل شویو سرتیرو سیمه نه پېژندله او په دې هم نه پوهېدل چې کومه ولسوالۍ له طالبانو سره دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG