لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کُرمه: نښته کې دوه پاکستاني سرتيري او درې ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځ ویلي په قبايلي ضلع کرمه کې د عملياتو په مهال د امنيتي سرتيرو او ترهګرو ترمنځ نښته شوې، دوه امنیتي سرتيري او درې ترهګر پکې وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار د نهې/سه شنبې په ورځ (13 جولايۍ) ويلي د قبايلي ضلعې کرمې په "زيوه" سيمه کې د عملياتو په مهال درې ترهګر وژل شوي او د وسله والو سره په نښته کې د يو کېپټن په کډون دوه عسکر وژل شوي دي.

پوځ ويلي په علاقه کې د ترهګرو د موجودګۍ اطلاع وه او هلته بيا عمليات شوي او د عملياتو په مهال نښته شوې ده.

زيوه د مينځنۍ کرمې او شمالي وزيرستان په پوله پرته علاقه ده، په دغه علاقه کې د جون په 16م د يوې شخصي موبايل کمپنۍ په ټاور کارکونکې مزدوران نامالومه کسانو تښتولي وو چې پکې د لسو تنو د راخوشي کولو دعوه شوې او ويل شوي وو نور د اغوا کارو په ولقه کې دي.

د ځايي امنیتي سرچينو ترمخه اغوا کارو د يو تن په سر پينځه کروړه روپۍ تاوان غوښتی او د تاوان نه ورکولو په سر پکې يو مزدور څو ورځې وړاندې وژل شوی هم وو.

امنيتي سرچيني وايي د نهې د ورځې نه د تښتول شوو تنانو د راخوشې کولو د پاره عمليات روان وو.

تحريک طالبان پاکستان د نهې په ورځ د دغه نښتې په نتيجه کې د عسکرو د وژلو او ژبل کولو دعوه کړې وه خو پاکستاني طالبانو د تښتول شوو مزدروانو زمه واري په غاړه نه وه اختسې.

څيړونکې وايي د کله نه چې په افغانستان کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمينځه نښتې سېوا شوي د افغانستان سره په پوله د پاکستان د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابيلو سيمو کې هم په تشدد کې زياتوالی ليدل کيږي او د دغو پېښو زمه واري زياتره پاکستاني طالبان مني.

تحقيقي ادارې سي ار اېس اېس په خپل يو وروستي رپورټ کې ویلي په پاکستان کې د اپرېل نه تر جون د مياشتې پورې د تشدد په پېښو کې 203 تنه وژل شوي او 950 نه زيات ژوبل شوي دي. په رپورټ کې ويل شوي په خېبرپښتونخوا کې 35 او قبايلي ضلعو کې 39 کسان وژل شوي دي.

خبريال رفعت الله اورکزی وايي " په افغانستان کې د بدليدونکو حالاتو اثر به په خېبر پښتونخوا کې تر ټولو زيات ليدل کيږي او امکان لري چې پاکستاني طالبان خپل فعاليتونه زيات کړي".

د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري څو ورځې وړاندې په پېښور کې خبريالانو ته ويلي د پاکستان او افغانستان په پوله ازغن تار لګول د امنيت وضع ښه ساتلو کې ګټور ثابت شوي دي.

د پاکستان د پوځ ويان ميجر جرنل افتحار بابر هم څو ورځې وړاندې پاکستاني ميډيا سره په خبرو کې ويلي وو د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو نوي فيصده کار سر ته رسيدلې او ويلي وو موجوده د پولې امنيت طريقه کار د وړاندې په نسبت تر ډيره حده ښه شوی دی.

څيړونکې وايي په افغانستان کې د تشدد د پېښو سېوا کېدو سره پاکستان په خپله پوله د وړاندې په نسبت لا نور امنيتي ګامونه پورته کړي دي او چارواکي وايي چې دوی هرقسمه حالاتو ته تيا دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG