لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اتمر قرېشي ته: پاکستان دې د طالبانو پناه ځايونه، مالي مرستې بندې کړي او خبرو ته دې وهڅوي


د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ته ویلي، د نړۍ، سيمه ييزه هېوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان نه د طالبانو د پناه ځايونو او مالي مرستو بندولو او د سولې خبرو ته هڅولو په لړ کې همکاري غواړي.

او د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په افغان مشرانو ټينګار کړی چې د خبرو د لارې د افغانستان مسله هواره کړي.

د افغانستان او د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د نهې/سه شنبې په ورځ (13 جولايۍ) د تاجکستان په پلازمينه دوشنبی کې ليدلي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د دغه ليدنې په اړه ويلي، په ليدنه کې د افغانستان د سولې د خبرو کاميابيدو دپاره د سيمه ييزه مرستو د همکارۍ، د ترهګرۍ پرضد جګړې او په افغانستان او سيمه کې د تل پاتې سولې او ثبات په موضوعاتو خبرې شوي دي.

اتمر په افغانستان کې د تازه سياسي او امنيتي پرمختګونو څخه قرېشي خبر کړی او د افغانستان د سولې د خبرو کاميابېدو دپاره يې سيمه ييزه مرستې او نړيول ملاتړ مهم بللی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د طالبانو سره د بهرنيو جنګيالو او سيمه يیزو او نړیوالو ترهګرو موجودګي د سيمې او نړۍ دپاره خطره ګرځولې او ټينګار يې کړی چې د سيمه ييزه هېوادونو ترمنځ مرستې او په ځانګړي ډول پاکستان دې طالبانو ته پناه ځايونه ورکول او مالي مرستو سرچينې بندې کړي او دغه ډلې معني خيزو خبرو ته وهڅوي چې د افغانستان د سولې خبرې د سياسي لارې کامیابې شي.

او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي د افغانستان بې ثباتي د سيمې بې ثباتي ده او باور يې ورکړی چې پاکستان به د باثباته افغانستان ملاتړ دوامداره ساتي.

هغه د تشدد په کمولو او پوخ اوربند کولو د خبرې سره د پاکستان دغه ژمنه تکرار کړې چې طالبان به خبرو ته اماده کوي چې سياسي حل لاره ولټول شي.

شاه محمود قرېشي وروستو په ټویټر ویلي،

د افغانستان د راتلونکې لار به افغانسان مشرتابه ټاکي چې د خبرو په لړ کې لچک پېدا کړي او زياته کړې يې ده تورونه لګول به د سولې پروسه اغېزمنه کړي.

هغه ويلي نه پاکستان نه نړيواله ورورولي او په حقيقت کې د افغانستان اولس به کورنۍ جګړې ونه غواړي.

د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو دا تازه ليدنه په داسې حال کې کړې چې د افغانستان نه امریکايي او نړیوال ځواکونه ووځي او امريکا ویلي د ځواکونو ويستو عمل يې 92 فيصده بشپړ کړی دی.

د بهرنيو ځواکونو ويستو سره طالبانو په افغانستان کې بريدونو ته زور هم ورکړی دی.

او په وروستيو کې د دواړو هېوادونو لخوا په يو بل تورونه هم لګيدلي دي.

XS
SM
MD
LG