لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان مني ‌طالب مشران په پاکستان کې دي خو نورو افغان کډوالو ته ځای نه ورکوي


واشنګټن ــ يو خوا پاکستاني چارواکي وايي په افغانستان کې مرستو ته تيار دي خو نور افغان کډوال نه شي ځايولی ځکه ويره لري د کډوالو په جامه کې تحريک طالبان او هندي جاسوسان ورنه شي خو افغان چارواکي وايي پاکستان دې پولې د هغه چا لپاره وتړي چې افغانستان ته تخريب او افغان وژنې ته ور اوړي.

د پاکستان د قامي امنيت د شورا سلاکار معيد يوسف په يوه تازه مرکه کې وايس اف امريکا ته ويلي “ريښتيا دا دي چې مونږ نور کډوال نه شو ځايولی. نړيوال دې په افغانستان کې دننه د دوی بندوبست وکړي مونږ تيار يو چې مرسته وکړو”.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه او د استخباراتي ادارې مشر جنرل فيض حميد د پاکستان د پارلمان يوې مخصوصې کميټۍ ته په راز کې ويلي نزدې 700,000 افغان کډوال په افغانستان کې د روانې جګړې او ناامنۍ دلاسه پاکستان ته کډه کېدی شي.

په اسلام اباد کې د يو اين ايچ سي آر وياند قيصر اپريدي وي او اې ډيوه ته ويلي اداره يې په دې اړه د پاکستان د حکومت سره په رابطه کې ده خو تر اوسه يې کوم بيړنی پلان نه دی جوړ کړی او دا چې د حکومت د پاليسۍ سره به سم چلن وکړي.

د کډوالو د ادارې د افغانستان دفتر د شمېر تر مخه د جنورۍ نه تر مې مياشتې پورې د کورنۍ جګړې، بد امنۍ او ناخوالۍ د لاسه 270,000 خلک بې کوره شوي چې د يو اين ای ايم ای د رپورټ تر مخه نړيوالې مرستې ورته په بیړنۍ توګه رسول پکار دي.

د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د طالبانو د تازه حملو او د افغان امنيتي ځواکونو د دفاع د سوبه چې څومره خلک کډوال شوي ټول په ټوله د حکومت د ولقې لاندې سيمو کې ځای په ځای شوي.

معيد يوسف دا دعوه تکرار کړې چې په پاکستان کې درې ميلينه افغان کډوال ژوند کوي خو قيصر اپريدی وايي د ادارې سره يې 1.4 ميلينه افغان کډوال درج دي.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي که طالبان په زور قدرت ونيسي دوی به د افغانستان سره خپلې پولې وتړي او بل دا چې د پاکستان د پوځ چارواکي مېډيا ته وايي د افغانستان سره د ډيورنډ په کرښه يې تر 90% فیصده ازغن تار لګولی دی.

د عمران خان د کابينې غړی او د ملک د داخله چارو وزير شيخ رشيد يو پاکستاني شخصي ټي وي ته ويلي د افغان طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي، کاروبارونه کوي، بچي يې تعليم کوي او خپل مړي ښخولو او ژوبل د علاج د پاره پاکستان ته انتقالوي.

په جګړه کې د يو وژل شوي طالب کومندان مړی تېره ورځ پېښور ته وړل شوی وو چې ګڼو خلکو يې په جنازه کې ګډون کړی او د جنازې ويډيو چې پکې د طالبانو د امارت اسلامي بېرغ او د طالبانو د جهاد د بريا شعارونه دي په ميډيا خوره شوې ده.

ياده ويډيو د افغانستان معاون ولسمشر امرالله صالح په خپل ټوېټر خوره کړې او ورسره يې ليکلي “د مدرسو طالبان په پاکستان کې د وژل شوو طالبانو مړي تر لاسه کوي. د پېښور شورا په دې ورځو کې ډېر زور موندلی دیاو په کوڅو کې په چغو دي، خو ولې بيا هم اسلام اباد دا نه مني چې ملک يې د افغانانو په قتلان کې ککړ دی. دا د دروغو او نه منلو حد دی”.

د افغان طالبانو بنياد ايښودونکی ملا عمر هم د خبرونو تر مخه په پاکستان کې په مقوپه یا مرموز حالت کې مړ دی او دويم مشر يې ملا اختر منصور د امريکا په ډرون حمله کې په بلوچستان کې وژل شوی دی.

د طالبانو د اوسني مشر ملا هبت الله او د کورنۍ په اړه دا دعوې شته چې د بلوچستان په پښتنه سيمه کچلاغ کې ژوند کوي او د طالبانو رهبري کوي.

په يو پاکستاني شخصي ټيليويژن د طالبانو د قطر دفتر د وياند سهېل شاهين مرکه هم دا ښيي د طالبانو شتون او اثر رسوخ په پاکستان کېشته.

د يادې مرکې په اړه د پاکستان پيپلز ګوند پخواني جنرل سيکټري او سنېټر فرحت الله بابر په ټوېټر ليکلي “د طالبانو د وياند په دې وخت کې په ټيوي مرکه څه مطلب خو دا چې د جنګ په دې ساعت کې د طالبانو دريځ ته درناوی ورکړي. ايا داد رياست [پاکستان] د ټاکل شوې پاليسۍ اعلان نه دی او دا چې د رياست د ادارو د اجازت بلکې د هدايت نه بغير ممکن ده؟“.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG