لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: ماين چاودنه کې يو تنکی هلک وژل شوی


د جنوبي وزيرستان په لدها تحصيل کې په يوه ماين چاودنه کې تنکی هلک وژل شوی دی، پولیس او ځايي خلک دغه پېښه تاييدوي.

د قبايلي ضلعې جنوبي وزیرستان پوليس وايي پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (14 جولايي) د لدها تحصيل د بدر علاقې په نېکزان خېل کلي کې دغه پېښه شوې ده.

د ضلعې پولیس مشر (ډي پي او) شوکت علي وايي د ماين چاودنې له امله هلک ژوبل شوی او بيا يې په روغتون کې ژوند دلاسه ورکړی دی.

د بدر علاقې يو تن سېف الله سېف وايي پرون غرمه دغه هلک چې رحمت الله نوميږي نزدې لس کلن دی، بيزې يې څرولې چې ماين پرې چاودلی دی.

هغه وويل په بدر کې دغه ډول پېښې وخت په وخت کيږي او زنانه پکې هم د ماين چاودنو ښکار شوي دي هغه وويل دوی په علاقه کې د ماينونو پاکولو بيا بيا غوښتنه کوي خو په غوښتنه یې عمل نه کيږي.

خو پولیس مشر وايي د جون په مياشت کې په لدها تحصيل کې چې په لمړي جون کوم درې تنکي ماشومان په ماين چاودنه کې وژل شوي وو پولیس د دغه پېښې وروسته د مسيد قوم سره يوه لوظنامه کړې وه چې که په علاقه کې کوم مشکوک څيز چاته مالوميږي پوليس دې پرې خبروي دوی به يې د پاکولو انتظام کوي.

او زياته یې کړه پوليس دومره اسانتياوي يا الات نه لري چې ماينونه پاک کړي خو دوی د پوځ او اېف سي نه په دغه لړ کې مرستې ترلاسه کولی شي او د صوبې د حکومت نه يې د ماينونو پاکولو دپاره د پوليس تربيه کولو او الاتو ورکولو غوښتنه هم کړې ده.

ملګرو ملتونو د دغو درېو تنکو ماشومانو په وژنه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره په بېړنۍ توګه مرستندویه ادارې (يونيسف) د پاکستان استازې اېډا ګيرما ویلي وو،

"هيڅ يو ماشوم بايد د جنګ څخه پاتې شوو ماينونو يا چاودېدونکو موادو ښکار نه شي. يونيسف به د پاکستان مرسته کوي او د دغو ماينونو په اړه به پوهاوی خوروي چرته چې ماشومان او کورنۍ د دغه خطر سره مخ دي. د دې سره دا هم مهمه ده چې ماينونه پاک کړی شي او په پېښو کې د بچ شوو بيا بحالي وشي".

خبريال فاروق مسيد وايي، د جنوبي وزیرستان په مسید علاقه کې په دوېمه درېمه ورځ ماین چاودنه کیږي او زياتره پکې ماشومان او ښځې او په پټو او غرونو کې کار کوونکي په نخښه کيږي.

هغه وويل په علاقه کې د حکومت لخوا دعوې کيږي چې ماينونه پاکول کيږي خو هلته ښکاره په نظر څه نه راځي چې د ماينونو لرې کولو دپاره عملیات کيږي يا روان دي.

هغه زیاته کړه د دغو ماينونو په کاروبار بدې اغېزې دي په علاقه کې د راه نجات پوځي عملیاتو 12 کاله وشو خو دغه علاقه پاکه نه شوه.

مسيد وويل خلک د سختې ويرې سره مخ دي، هغه زياته کړه حکومت په علاقه کې د امنیت دعوې کوي خو د جنوبي وزیرستان يو سرکاري دفتر تراوسه پورې علاقې ته نه دی منتقل شوی او ټولې دفترې په ټانک کې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزېب په ټويټر د ماين چاودنې ويلي چې دا په جنوبي وزیرستان کې د ماين چاودنې 182 پېښه ده چې سړي، ښځې او ماشومان يې ښکار شوي دي.

د پاکستان د پوځ وياند میجر جنرل بابر افتخار د فرورۍ په میاشت کې د ردالفساد عملیاتو د څلوروکالو په پوره کیدو میډیا ته ویلي وو، په قبايلو ضلعو کې په ردالفساد عملیاتو کې د ماين پاکولو په کار کې د 72 کلوميټره نه زياته علاقه پاکه کړی شوې ده چې پکې دوه سرتیري وژل شوي او 119 ژوبل شوي هم دي .

هغه ويلي وو په دغه لړ کې ډېر کار شوی دی او په 42 فيصده علاقه کې اوس هم کار روان دی. او تراوسه پورې 48زره ماينونه ترلاسه کړی شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG