لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دافغانستان اؤ پاکستان دسختو اختلافاتو په ترڅ کې داشرف غني اؤ عمران خان لېدنه


دافغانستان ولسمشر اشرف غني اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان په ازبکستان کې په داسې حال کې لیدنه کې کړې ده چې افغانستان کې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو پسر دکابل اؤ اسلام اباد اړېکې سختې تاؤژنې شوي لؤ افغانستان پرله پسې په پاکستان دملاتړ تورونه لګوي.

دجمعې په ورځ دافغانستان صدارتي ماڼۍ پخپل یو لنډ بیان کې ویلي ولسمشر اشرف غني د منځنۍ او جنوبي اسیا؛ سیمه ییز اتصال، ننګونې او فرصتونه بین المللي کنفرانس په څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل.

خو صدارتي ماڼۍ پخپل دې بیان کې د دواړو مشرانو ترمنځه دشوې لیدنې جذئیات نه دي په ډاګه کړي اؤ نه هم لا پاکستان ددې لیدنې په اړوند په سمدستي توګه څه بیان جاري کړی.

په ټولنیزو رسینو ددې لیدنې بیلابیل عکسونه اؤ ویډیوګانې خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي د دواړو هیوادونو دمشرانو ترمنځ شوې لیدنه کې دهغوئ سره د ازبکستان په سفر تللو لوړ رتبه چارواکو هم ګډون کړی دی.

دسپین بولدک ناندرې

دا مهمه لیدنه په داسې وخت کې شوې چې تر دې یوه ورځ وړاندې دافغان ولسمشر وړومبي مرستیال امرالله صالح وي او ای ډیوه ته ویلي چې دپاکستان هوایي ځواکونو دافغانستان هوایي ځواکونو ته اخطار ورکړی چې که سپین بولدک نه دطالبانو دشړلو هڅه یې وکړه نو دپاکستاني هوایي ځواک له لوري به د مقاومت سره مخ شي.

خو دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند د جمعې په ورځ یو بیان کې دامرالله صالح دا دعوه دحقیقت نه لرې بللې ده اؤ ویلي یې دي چې پاکستان د افغانستان دخاورې دننه دافغان ځواکونو دعملیاتو حق تسلیموي.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي دعمران خان اؤ اشرف غني ترمنځ دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې د دواړو هیوادونو اړېکې دفشار لاندې دي.

لیدنه به بې باوري له مینځه یوسي؟

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان ویلي دا لیدنه ځکه هم ډیره مهمه ده چې افغانستان کې دجګړې زیاتیدو سره دپاکستان اؤ افغانستان اړېکې هم خراب لورې ته روانې خو دطالبانو لخوا دسپین بولدک دنیولو د دعوې راپدیخوا د دواړو هیوادونو اړېکې دنور فشار لاندې هم راغلې دي.

هغه وایي په داسې حالاتو کې دا لیدنه پخپله یو پرمختګ بلل کیدای شي خو اصل پرمختګ به هغه وي چې ددې لیدنې په نتیجه کې رابرڅیره شي.

"کتل به دا وي چې ایا دواړه هیوادونه خپلو کې کومه بې باوري لري ایا هغه له مینځه لاړه که نه ؟ "

خبریال طاهر خان وایي ددې لیدنې نه لږه شیبه وړاندې چې افغان ولسمشر راجوړ شوي کانفرانس ته وینا کوله نو هغه تور ولګولو چې دپاکستان نه خلک افغانستان ته اوړي،هلته بریدونه کوي اؤ جګړه کې برخه اخلي.

هغه وایي داشرف غني ددې تازه بیان نه داسې ښکاري چې د دواړو هیوادونو ترمنځ بې باوري شته خو بیا هم بیا به هم ددې لیدنې نتیجو ته انتظار کول غواړي.

هغه وایي پاکستان په اسلام اباد کې هم د ۱۷م نه تر ۱۹م جولایي دافغانستان په اړه دکانفرانس تابیا نیولې ده اؤ داسې اطلاعات شته چې افغان دولتي استازي ددې کانفرانس په نیټو متفق نه دي اؤ پاکستان ته یې د نه راتلو وینا کړې ده.

خو طاهر خان وایي زما خیال دادی چې خبره د نیټو نه ده بلکې د افغان حکومت داستازو په دې کانفرنس کې نه ګډون هم د دواړو هیوادونو ترمنځ دتاؤژنو اړېکو اؤ بې باورۍ نتیجه ده.

پاکستان دغه کنفرانس کې دګډون دپاره بیلابیلو افغان سیاستمدارانو اؤ مشرانو ته بلنې ورکړي دي.

دپاکستان د ډان ورځپاڼې دخیبر پښتونخوا مشر اؤ وتلی خبریال اسماعیل خان وایي هېله ده چې دغه کانفرانس کې دبرخې اخستو په موخه دافغان مشرانو پاکستان ته راتګ د ۱۷م جولایي(سبا-یکشنبې) نه پيل شي.

عمران خان څه وایي؟

افغانستان پرله پسې په پاکستان دطالبانو دملاتړ تورونه لګوي خو اشرف غني سره له لیدنې وړاندې د منځنۍ او جنوبي اسیا؛ سیمه ییز اتصال، ننګونې او فرصتونه بین المللي کنفرانس ته ته خپله وینا کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دمذاکراتو میز ته دطالبانو په کښېنولو کې دپاکستان نه زیات رول هیچا هم نه دی ادا کړی.

هغه په پاکستان دطالبانو دملاتړ په تورونو لګولو خفګان ښودلی اؤ ویلي یې دي” پاکستان دطالبانو مذاکراتو ته دکېښنولو په عمل کې تر خپله وسه کوټلی رول لوبولی خو چې په پاکستان بیا هم تورونه پورې کیږي نو په دې زه مایوسه شمه”

هغه ویلي کله چې امریکا خپل زیات ځواکونه په افغانستان کې لرل هغه مهال طالبانو ته دخبرو بلنه ورکول پکار وه، اوس چې طالبانو په افغانستان کې خپله فتحه ویني نو ولې به زمونږ خبرې ته غوږ نیسي؟

عمران خان ویلي پاکستان په دې خبره باور لري چې د وسلې اؤ طاقت دلارې افغان کشاله نه هواریږي اؤ دې دپاره به ټولو افغانانو ته په شریکه دخبرو اترو لاره خپلول وي.

کله چې وزیراعظم عمران خان د منځنۍ او جنوبي اسیا؛ سیمه ییز اتصال، ننګونې او فرصتونه بین المللي کنفرانس ته دا وینا کوله په هغه مهال هم په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې خلکو خپرولې اؤ په هغې یې تبصرې کولې چې پکې لیدل کیږي دسپین بولدک په جګړه کې ژوبل شوي طالبان دچمن دسرحدي پولې ترڅنګ یو روغتون ته راوړل کیږي اؤ هلته یې درملنه کیږي.

پاکستاني چارواکو له ددې ویډیوګانو په هکله خپل رسمي نظر نه دی ښکاره کړی خو تر دې وړاندې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې دطالبانو دمشرانو کورنۍ پاکستان کې ژوند کوي اؤ هغوئ دعلاج دپاره هم پاکستاني روغتونونو ته ورځي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG