لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد: د قطر له خبرو تمه ده چې لوی اختر کې ډزبندي وشي او بیا پسې وغزول شي


واشنګټن ـــ په افغانستان کې د جګړې تر څنګ د سولې هڅې هم روانې دي خو افغان حکومت لا هم نه دی بریالی شوی چې د پاکستان او نورې نړۍ په مرسته طالبان ډزبندۍ ته اړ کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د طالبانو له خوا د ولسوالیو نیولو حیران کړی دی، وایي سره له دې چې هغوی پرمختګونه کوي خو جګړه د حل لار نه ده او باید سیاسي حل لاره ولټول شي. خلیلزاد په تاشکند کې اسوسیېټیډ پریس ته ویلي:

"امریکا به د زور له لارې راغلی حکومت په رسمیت ونه پېژني، که سیاسي حل ونه لټول شي طالبان به قانوني فریق ونه ګڼل شي، که داسې یو حالت جوړېږي چې طالبان په زور واکمنېږي دا به دوی نور هم یواځې کړي او په افغانستان کې به جګړه اوږده شي".

خلیلزاد ویلي تمه لري چې د را روان لوی اختر په ورځو کې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ډزبندي وشي او وایي په قطر کې له تازه خبرو سره دا هیله هم تړلې ده چې دا ډزبندي تر اختر وروسته هم پسې وغزول شي.

سیاسي څېړونکي وایي دا ځل هیله شته چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې یوې نتیجې ته ورسېږي. سیاسي څېړونکی نجیب الله ازاد وایي، قطر او ملګري ملتونه د منځګړو په توګه کار کوي چې دغه مذاکرات بریالي کړي:

"ملګرو ملتونو او قطر ویلي دوی د منځګړو رول تر سره کوي چې دواړو خواوو ته قناعت ورکړل شي او د یوې معتبرې ناستې لپاره تیاري ونیول شي. دا ځل دا خبرې یو جدي پړاو ته ننوتونکې دي او زه هیله من یم چې د افغانستان قضیه به په مثبت ډول حل شي او نتیجه به ورکړي".

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ له ځینو نورو افغان سیاستوالو سره یو ځای قطر ته لاړ او نن یې د طالبانو له مشرانو سره د سولې د بهیر په اړه خبرې کړې دي.

قطر ته تر روانېدو مخکې ډاکټر عبدالله له رسنو سره په خبرو کې ویلي وو چې په افغانستان کې جګړه په شدت روانه ده، خو وایي د خبرو له مېزه پرته دا شخړه نه شي حل کېدای:

"هیله لرم چې طالبان به په دې فرصت پوهېږي او په دې هم پوهېږي چې د جګړې دوام یا د ولسوالیو او سیمو نیول د سولې لپاره نتیجه نه ورکوي،‌ یواځې د سولې پر مېز خبرې نتیجه ورکوي".

د قطر په نننۍ غونډه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم وینا کړې او تمه یې څرګنده کړې ده چې د سولې خبرې به پر مخ لاړې شي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د هغه د وینا یوه برخه را اخیستې چې وایي:

"دا دي بین الافغاني مذاکرات له نېږدې لسو میاشتې راهیسې دلته جریان لري، متاسفانه ځینې ستونزې شته، هغه ډول چې توقع کېدله پرمختګونه نشته، خو بیا هم نا هیلي او نا امیدي نه ده په کار، د افغانستان اسلامي امارت [طالبانو] تر خپله وسه هڅه کړې، چې مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته ورسي".

په داسې حال کې چې امریکايي او بهرني ځواکونه یې تقریباً له افغانستانه د وتلو په حال کې دي طالب مشران یوې خواته د قطر په سیاسي دفتر کې د سولې خبرو ته د حاضرېدو دعوه کوي او بلې خواته په افغانستان کې د جګړې له لارې د ولسوالیو نیول خپل بری ګڼي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG