لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسفیر دلور تښتونه:دافغانستان له سخت احتجاج وروسته عمران خان دپېښې نوټس اخستی


دافغانستان لخوا پاکستان ته اسلام اباد کې دخپل سفیر دلور دتښتول کیدو اؤ بیا په هغې دشوي تشدد په پېښه دسخت احتجاج وروسته دپاکستان وزیراعظم عمران خان ددې ناوړه پېښې نوټس اخستی اؤ دکورنیو چارو وزیر ته یې ویلي چې باید پېښه کې ککړ کسان د ۴۸ساعتو دننه دقانون منګولو ته وسپاري.

په عین حال په ټولنیزو رسنیو دې پېښې تاوده بحثونه راپارولي اؤ یو شمیر سیاسي مشران اؤ ټولنیز فعالان پوښتنې راولاړوي چې داسلام اباد په څېر خوندي ښار نه چې ځائ پځائ پکې پټې کیمرې لګیدلي څنګه اخر په رڼا ورځ وسله وال دسفیر لور پورته کوي اؤ تر پینځوؤ ساعتو یې دځان سره له ساتلو وروسته بیا خوشې کوي خو قانون پځائ کوونکې ادارې ددې هیڅ نه،نه خبریږي؟

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت وایي ددې پېښې نه وروسته پرون (شنبه) کابل کې دپاکستان سفیر منصور احمد خان خارجه دفتر ته غوښتل شوی اؤ په یاده پېښه ورته دافغانستان دحکومت لخوا سخت احتجاج شوی دی.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت پخپل یو بیان کې ویلي یاد وزارت دپاکستان له سفیر ښاغلي منصور احمد خان څخه وغوښتل چې د دې نه بخښونکې پیښې په اړه د افغانستان د اعتراض سخت مراتب او ژوره اندیښنه د پاکستان هیواد د بهرنیو چارو وزارت او دولت ته ورسوي.

بیان کې راغلي د بهرنیو چاور وزارت له پاکستان څخه په ډاګه وغوښتل چې د پېښې عاملان وپیژني او د مجازاتو په برخه کې عاجلې کړنې ترسره او د نړیوالو میثاقونو سره سم د افغان دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو امنیت خوندي کړي.

دافغانستان لخوا پاکستان ته په دې پېښه له سخت احتجاج اؤ په ټولنیزو رسنیو له هر لوري دغندنې وروسته دپاکستان وزیراعظم عمران خان پخپل یو بیان کې ویلي چې ددې پېښې نوټس یې اخستی اؤ دهیڅ دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ته یې ویلي چې په ۴۸ساعتو کې دننه باید دپېښې عاملین ونیول شي.

عمران خان دکورنیو چارو وزیر ته لارښوونه کړې چې دې پېښه کې دککړو کسانو دنیولو دپاره باید دټولو لارو چارو څخه کار واخستل شي اؤ دپولیسو تر څنګ دې دقانون نورې ادارې هم پېښې په ترجیجي بنیادونو دپطښې پلټنې وکړي.

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت دشنبې په ورځ ویلي وؤ چې داسلام اباد څخه دافغانستان دسفیر لور سلسله علي خیل د وسله والو لخوا تښتول شوې،تهدید کړل شوې اؤ بیا خوشې کړل شوې ده.

دافغانستان خارجه وزارت ددې پېښې په غندلو سره دپاکستان حکومت باندې ټینګار کړی ؤ چې پاکستان کې دمیشت ډپلوماټانو اؤ دهغوئ د کورنیو تحفظ باوري کړي.

وروسته دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند هم ددې پېښې پخلی کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ دسفیر نجیب الله علي خیل لور یو ټيکسي موټر کې داسلام اباد څخه تښتول شوې ده اؤ قانون پځائ کوونکې ادارې ددې پېښې په پلټنو بوختې دي.

خو په ټولنیزو رسنیو بیا دپاکستان ګڼ شمیر سیاستمدارانو، مدني فعالانو اؤ خبریالانو پوښتنې راولاړې کړې دي چې څنګه اخر په رڼا ورځ اسلام اباد نه دافغانستان دسفیر لور تښتول کیږي اؤ قانون پځائ کوونکې ادارې پرې نه خبریږي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG