لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د افغانستان لخوا د پاکستان نه د سفير او ډېپلومېټانو ويستو پرېکړه بدقسمتي او د افسوس وړ ده


پاکستان ويلي د افغانستان حکومت چې پرېکړه کړې د پاکستان نه خپل سفير او ډېپلومېټان اوباسي، دغه پرېکړه بدقسمتي يا بدبختي او د افسوس وړ ده، پاکستان هيله لري چې افغانستان به خپلې پرېکړې ته بيا کتنه وکړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر د لور تښتول کیدو او پرې د تشدد کیدو وروسته افغان حکومت پرون په 18 جولايۍ د اسلام اباد نه د خپل سفیر او نورو لوړپوړو ډپلومېټانو د وېستلو اعلان کړی وو.

د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د څانګې مشر دوا خان مینه پال پرون ویلي وو چې د ډپلومېټانو د پاکستان نه د وېستلو فیصله ولسمشر اشرف غني کړې ده.

د خالي/شنبې په ورځ 17 جولايۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخپل یو بیان کې ویلي وو چې د اسلام اباد نه د جمعې په ورځ د افغان سفیر نجیب الله علي خېل لور سلسله علي خېل تښتول شوې او تښتوونکو له وهلو ځورولو وروسته پرېښودې ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير نجيب الله علي خېل په خپله هم په ټویټر د دغه پېښې په اړه ټويټ کړی وو.

پاکستان ويلي د وزیراعظم عمران خان په لارښوونه د افغان سفير د لور د تښتونې د پېښې په لوړ پوړې کچه پلټنې روانې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د بهرنيو چارو سېکتر فېصل محمود د افغان سفير سره ليدلي او د هغه د لور د تښتونې د پېښې د پلټنو په لړ کې يې ورته د پاکستان د حکومت لخوا د پورته کړو ګامونو ويلي او د پوره مرستې ورکولو باور يې ورکړی دی.

ويل شوي پاکستان هيله لري چې د افغانستان حکومت په خپله پرېکړه بيرته غور وکړي.

بل لور ته د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد پرون په 18 جولايۍ ويلي د وزیراعظم عمران خان له اړخه په اسلام آباد کې د افغان سفیر د لور د تښتول کېدو او ځورېدلو د پېښې څېړنه ورسپارل شوې ده، او زياته کړې يې ده د افغان سفیر لور تښتول شوې نه ده بلکې دې خبرې ته د هند استخباراتي ادارې په نړۍ کې زور ورکړی دی.

شیخ رشید د اتوار/یکشنبې په ماښام د یو شخصي ټلویژن – جیونیوز – سره په مرکه کې وویل، تر اوسه چې پلټنې شوي دي، هېڅ داسې څه نه دي څرګند شوي چې ګني د سفیر لور دې اغوا کړی شوې وي.

شیخ رشید زیاته کړه "ټول قام ته دا ویل غواړم چې دا نړېوال سازش دی، د هند استخباراتي اېجنسۍ (را) په ټوله نړۍ کې دا خبره خوره کړې ده".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG