لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان په وزيرستان او نورو برخو کې د بدامنۍ تازه پېښې د افغانستان د حالاتو سره تړاو لري؟ د څيړونکو نظر


د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په قبايلي ضلعو کې روانه د جولایۍ میاشت د پاکستاني پوځ لپاره خطرناکه ګرځېدلې او په یاده میاشت کې تر اوسه شاوخوا 14 پاکستاني پوځيانو وژل کیدو سره په لسګونو نور ټبیان شوي او عام خلک د بدامنۍ ښکار شوي دي.

په جنوبي وزیرستان کې پرون په 18 جولايۍ په يوه پېښه کې يو پوځي سرتيری وژل او څلور ژوبل شوي او په دوه نورو پېښو کې پينځه سرتيري ژوبل شوي وو، د دغو درې واړو پېښو زمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه.

د شمالي وزیرستان یو خبر یال صفدر حیات داوړ وايي په شمالي او جنوبي وزيرستان کې په ځانګړي ډول په تيرو کلونو کې ترسره شوو پوځي عملیاتو کې وسله والو ته په غټه کچه د تاوان اړولو دعوې شوي خو دا په ازاده کچه نه دي تصدیق شوې او تازه چې د بدامنۍ پېښې سېوا شوې، دا په ګوته کوي چې دا وسله وال یا خاموش شوي یا خوندي ځایونو ته انتقال شوي او په موقع تر لاسه کیدو سره بيا فعاله شو.

هغه وویل یو علت یې دا هم دی چې د کله نه دا سیمې په صوبه کې شاملې کړی شوي پولیس نظام پرځای کړی شو نو د علاقې پولیس دا توان نه لري چې د دې نا امنۍ مخنيوی وکړي.

هغه وويل بل علت یې دا دی چې ځینې ډلې د دې ځای نه د پولې پورې غاړې او ځینې بیا د پولې هغې غاړې نه دې غاړې ته بریدونو کولو ته لیواله دي.

هغه زياته کړه هر ورځ د سیمې نه د ناامنۍ پیښې رپورټ کیدل دا ښکاره کوي چې دلته يو شمیرکسان نه بلکې یو لوی منظم نېټ ورک شتون لري.

خو د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار د خالي/ شنبې په ورځ (17 جولايۍ) د پاکستان له یو شخصي ټیلیویژن 92 نیوز سره په ځانګړې مرکه کې په پاکستان کې د ترهګرۍ اوسنۍ پېښې له افغانستان سره تړلي او ويلي يې وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې ته له روانو حالاتو سره تړلې دي، دا وخت زمونږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته".

د پېښور پوهنتون د جرنلیزم د څانګې پروفېسر سید عرفان اشرف وايي دا د انګریز د وخت نه روانه پالیسي ده چرته چې عسکر وي هلته به مدرسه او ملا وي. او اوس هم هغه پخوانۍ پاليسي روانه ده هم دغه وجه چې دغه سیمې د نا امنۍ سره مخ دي.

هغه وویل په دې علاقه کې 30 زره مدرسې دي او د 42 کلونو نه پکې طالبنایزېشن روان دی او دا طالبنایزشن یو اقتصاد جوړ شوی دی او د دې نا امنۍ یا میلټرایزېشن د مخنیوي دپاره کلکې هڅې پکار دي.

هغه وويل د افغانستان سره د پولې دواړو غاړو ته پرتو خلکو ته روزګار پکار دی، د طالبنايزېشن ختمېدل، د علاقې څخه د پوځونو په شا کېدل او عملداري سېول حکومتونو ته سپارل پکار ده.

هغه وویل په پوله د ازغن تار لګولو سره تر هګري نه ختمیږي هغه زیاته کړه د دې سره په پاکستان نور فشار سېوا شو او دغه پوښتنې را پورته کیږی چې د ازغن تار لګولو وروسته په امنیتي ځواکونو بریدونه د کوم ځای نه کیږي؟.

عرفان اشرف وویل په حکومتي کچه خو د مربوطو ګامونو د پورته کیدو دعوې کیږي خو هغه بیا نه ليدل کيږي.

د نوموړي په وېنا تر څو چې په افغانستان کې د پاکستان لخوا د طالبانو پالیسي وي دلته به ناامنۍ دوام لري.

په پاکستان کې په وروستیو کې نه يواځې د خېبرپښتونخوا په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د ناامنۍ پېښې رامنځته شوي امنيتي سرتيري پکې په هدف شوي بلکې په بلوچستان صوبه کې هم په امنيتي سرتیرو وژونکي بريدونه سېوا شوي دي.

د دې ترڅنګ په قبايلي ضلعو کې د خلکو تښتونو، هدفي وژنو او ګواښونو لړۍ هم روانه پاتې شوې ده.

د پاکستان حکومت او پوځ وخت په وخت دا تورونه لګولي چې د تحریکِ طالبان پاکستان او د خپلواکۍ غوښتونکو بلوڅانو وسلوال د هند په مرسته په افغانستان کې د پاکستان په ضد حملې پلانوي خو افغان حکومت یې دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

پاکستان تل دغه دريځ خپل کړی چې په افغانستان کې سوله غواړي او وايي چې په افغانستان کې امن وي په پاکستان کې به هم امن وي.

XS
SM
MD
LG