د جنوبي وزیرستان په سروکۍ سیمه کې ځايي خلکو د ناامنۍ او کسانو د نيولو په ضد احتجاجي ناسته پېل کړې ده او غوښتنه کوي شاوخوا شپږ تنه ځوانان یې امنیتي ادارو پورته کړي هغه دې خوشي کړل شي.
د جنوبي وزيرستان د پولیسو مشر شوکت علي وي او اې ډیوه سره خبرو کې منلې دغه کسان د عملیاتو په پایله کې د شک په بنیاد تر هغه وروسته نیول شوي چې په علاقه کې د ناامنۍ پیښې شوي دي.
هغه وویل د احتحاج کونکو سره خبرې روانې دي او دې کسانو نه پلټنې کوي که بې ګناه وي بیا به خوشي کړی شي.
د نیول شوي یو تن رور زاهد حسین وویل ورور یې په علاقه کې غوا څرولې چې نیول شوی دی.
هغه وویل د پولیسو سره په رابطه کې دي خو پوليس د دوی نیول کیدل نه مني ځکه دوی په احتجاج کولو مجبور شوي دي ، هغه زیاته کړه که ورور يې په څه جرم کې ککړ وي نو عدالت ته دې وړاندې کړی شي.
یو بل تن شاه نواز وویل دوی د خپل کلي نه لرې د پنجاب ښار پینډۍ کې مزدوري کوي او دوی اختر تیرولو ته کلي ته راغلي دي.
هغه وویل د چاپې پرمهال یې ورور او د تره زوی يې نيول شوي دي.
د هغه په خبره د عملیاتو وروسته دوی هیله مند وه چې امن به راغلې وي خو د دومره غټ ځواک په موجودګۍ کې چې چاودنه یا بله څه د بدامنۍ پیښه کېږي نو د دې ذمه وار خو عام خلک نه دي چې ځورول کيږي.
په جنوبي وزیرستان کې دوه ورځې وړاندې په 18 جولايۍ په يوه پېښه کې يو پوځي سرتيری وژل او څلور ژوبل شوي او په دوه نورو پېښو کې پينځه سرتيري ژوبل شوي وو، د دغو درې واړو پېښو زمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه.
دغه تازه پېښې چې په کومه سیمه کې شوي په کال 2009م کې د پاکستان پوځ دغلته د وسله والو طالبانو پرضد عمليات کړي او دا علاقه يې پاکه ګرځولې وه.
په پاکستان کې په وروستیو کې نه يواځې د خېبرپښتونخوا په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د ناامنۍ پېښې رامنځته شوي امنيتي سرتيري پکې په هدف شوي بلکې په بلوچستان صوبه کې هم په امنيتي سرتیرو وژونکي بريدونه سېوا شوي دي.
د دې ترڅنګ په قبايلي ضلعو کې د خلکو تښتونو، هدفي وژنو او ګواښونو لړۍ هم روانه پاتې شوې ده.
خو د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار د خالي/ شنبې په ورځ (17 جولايۍ) د پاکستان له یو شخصي ټیلیویژن 92 نیوز سره په ځانګړې مرکه کې په پاکستان کې د ترهګرۍ اوسنۍ پېښې له افغانستان سره تړلي او ويلي يې وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې ته له روانو حالاتو سره تړلې دي، دا وخت زمونږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته".
د بابر افتخار د خبرې په خلاف د پښتونخوا ځینې سیاسي ګوندونه او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دعوه کوي چې ترهګرې ډلې اوس هم په قبایلي ضلعو کې فعالې دي او په وروستیو هدفي وژنو کې لاس لري.