لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داختر دنمونځ په مهال افغانستان دصدارتي ماڼۍ ترڅنګ راکټي بریدونه شوي


دافغانستان دصدارټی ماڼۍ ترڅنګ د سه شنبې په ورځ په داسې حال کې درې راکټونه غورځېدلي چې دافغانستان ولسمشر اشرف غني،پخواني ولسمشر حامد کرزي اؤ یو شمیر نورو لوړ پوړو دولتي اؤ امنیتي مشرانو په دغه وخت په ارګ کې داختر نمونځ کولو.

د ي او او ای اردو د رپورټ‌ له مخې دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند میرویس ستانکزي ویلي دا راکټونه د ریډ زون (چرته چې صدارتي ماڼۍ اؤ نورې مهمې ودانۍ دي) ترڅنګ لیګیدلي اؤ په ظاهره داسې ښکاري چې راکټونه دکوم موټر څخه داغل شوي دي.

ویاند وایي په دې راکټي بریدونون کې په سمدستي توګه د کومې مرګ ژوبلې اطلاع نه ده ترلاسه شوې خو دپېښې پځائ کې یو تباه شوی ګاډی لیدل شوی دی

دکورنیو چارو وزارت ویلي دا راکټونه دعیدګاه جومات شاته ،دګلبهار دسوداګریز مرکز شاه اؤ د حضوري چمن په مطبوعاتو کې لګیدلي دي.

په ټولنیزو رسنیو هم ددې بریدونو په تړاؤ یوه ویډیو خپره شوې چې پکې لیدل کیږي ولسمشر اشرف غني،حامد کرزی اؤ نور لوړ پوړي چارواکي نمونځ ته ولاړ دي اؤ په دغه مهال د راکټ غورځېدو درز اوریدل کیږي چې دنمونځ ګزارو دصف څخه یو تن ددې ډز په اوریدو اوتر کیږي خو په نمونځ ولاړ نور ټول کسان بیغمه خپل نمونځ کوي.

تر دې وړاندې کال ۲۰۱۸م کې هم داګست په ۲۱مه نېټه دکابل صدارتي ماڼۍ ترڅنګ په داسې حال کې راکټونه توغول شوي وؤ چې ولسمشر اشرف غني اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو په ارګ کې دغټ اختر نمونځ کولو.

ولسمشر اشرف غني په هغه مهال ویلي وؤ دافغانستان خلک هیڅکله راکټي‌ بریدونو ته نه تسلیمیږي اؤ ددې اعمالو ترسره کوونکي دې بیا له سره پخپلو کړنو غور وکړي.

تیرکال چې کله افغان ولسمشر اشرف غني دافغانستان د ولسمشر په توګه ارګ کې سوګند اخستو نو هم دغسې راکټي برید د ارګ ترڅنګ شوی ؤ چې په خلکو کې یې سخته ویره ترهه خوره کړې وه خو اشرف غني چې دغه مهال یې جوړې شوې دستورې ته وینا کوله ،په پراخه حوصله یې خلکو ته ډاډ ورکولو چې باید زړه ونه وهي اؤ‌ دخپل ټټر په راویستو یې ویلي وؤ‌” په میدان درته ولاړ یم”

د سه شنبې ترڅنګ د ارګ ترڅنګ دشوي دې راکټي برید پړه لا په سمدستي توګه چا نه ده قبوله کړې .

خو ددې برید نه سمدستې وروسته ښاغلي غني ارګ کې داختر دنمونځ په اړه جوړې شوې دستورې ته پخپله وینا کې ویلي “دغه هیواد په راکټونو نه شئ نیولی، په راکټونو سره یوازې دمرګ پیغام راوړي خو زمونږ پیغام ژوند دی”

په دې وروستیو کې چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې دافغانستان په بیلابیلو برخو کې دطالبانو بریدونه اؤ جګړې سیوا شي خو ددې ترڅنګ په نزدې ورځو کې په قطر کې دافغان دولت اؤ‌ طالبانو ترڅنګ دسولې مذاکرات هم شوي دي.

دغټ اختر په اړوند دطالبانو مشر ملاهیبت الله اخند پخپل جاري کړي پیغام کې ویلي وؤ چې طالبان دافغان شخړې سوله ییز هواری غواړي خو هغه پخپل دې پیغام کې دافغان ولس دهېلو برعکس د اوربند په اړه هیڅ نه وؤ ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG