لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر جوبايډن د نړۍ مسلمانانو ته د لوی اختر اومبارکي ويلې


د امريکې صدر جوبايډن د نړۍ مسلمانانو ته د لوی اختر اومبارکي ويلې ده، نوموړي په ټويټر ويلي "زما او د جِل له طرفه دې د نړۍ مسلمانانو ته لوی اختر مبارک وي".

صدر بايډن ويلي، "د اختر دود او د حج مراسم دا يادګېرنه کوي چې د ټولنې د کمو خوش بخته خلکو د ضرورتونو خیال ساتل مهم دي او د ابراهيمي عقيدې ريښې شريکي دي".

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي چې د برابرۍ په اړه د اسلام تعليمات په اصل کې د ابراهيمي عقيدې د سلسلې کړۍ ده.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند جېن ساکي ويلي، د اختر دود د کمو بختورو خلکو د ضرورتونو د خيال ساتلو په ارزښت زور راوړي.

هغه ویلي په زرګونو مسلمانان د حج ادا کولو انتظار کوي.

سږ کال د کرونا وبا له امله 60زره کسانو ته د حج کولو اجازه ورکړې او سعودي عرب ویلي وو هغه کسان به حج کولی شي چې د کرونا ضد ويکسين يې لګولي وي.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت وياند ويلي امریکا د نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د کرونا وبا د مخنيوي دپاره کار کوي.

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې مسلمانانو لوی اختر پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ او په ډېرو کې يې نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ نمانځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG