لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

الشباب ترهګرې ډلې د سومالي د راتلونکو پارلماني ټاکنو د ګډوډۍ ګواښ کړی


واشنګټن ـــ د افریقې په سومالي هېواد کې فعالې ترهګرې ډلې الشباب پر هغو سیاستوالو د بریدونو خبرداری ورکړی چې راتلونکې اوونۍ به پارلماني ټاکنو کې برخه اخلي.

دې توندروه اسلامي وسلوالې ډلې ګواښ کړی چې هلته راتلونکي د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکنې به ګډې وډې کړي.

د دې ډلې مشر احمد ابو عبیده د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي، دوی د ووټ یا رایې ورکولو له عمل سره مخالف دي او هغو کسانو ته یې ګواښ کړی چې په انتخاباتو کې به ټاکل کېږي.

د الشباب ډلې مشر وایي د ټاکنو امیدواران باید د اقتصادي ګټې او پټو ووټونو په تشو ژمنو ونه غولېږي او د هغو استازو د برخلیک په اړه فکر وکړي چې د 2017م کال په ټاکنو کې یې برخه واخیسته او ځینې و وژل شول او ځینې اوس هم په ډار کې دي.

الشباب ډلې د هغو بریدونو ذمه واري پر غاړه واخیسته چې د 2017م کال د ټاکنو په مهال پکې لسګونه پارلماني امیدواران یا کېنډیډان و وژل شول.

د دې ډلې مشر عبیده وایي ټاکنو ته ولاړ کسان دې په را روانو پارلماني ټاکنو کې هم د برخې اخیستو په اړه پر خپله پرېکړه بیا فکر وکړي، وایي څوک چې د الشباب له خبرې سرغړونه کوي خوندي به پاته نه شي.

په سومالیا کې ټاکنې د راتلونکې یکشنبې- اتوار په ورځ پیلېږي چې پکې به د دې هېواد د اغېزمنو قبیلو 54 استازي د پارلمان لوړ اېوان یا سېنټ ته ټاکل کېږي.

د سومالي د استخباراتي ادارې این ای ایس اې پخوانی مرستیال مشر عبدالسلام ګلېد وایي، د الشباب ډلې له خوا د دې وروستي ګواښ مقصد په ټاکنو کې د برخه اخیستو خلکو ډارول دي.

نوموړی وایي د الشباب ډلې دا ګواښ باید ساده ونه ګڼل شي او په همږغۍ سره جواب ورکړل شي. وایي که څه هم د دوی ګواښ به پر ټاکنو اغېز ولري خو دا ډله نه شي کولای د جمهوري عمل په خرابولو سره خپل اصل مقصد ته ورسېږي.

د سومالي امنیتي ځواکونه په سومالیا کې له افریقایي اتحادي ځواک سره په همکارۍ خپلې هڅې زیاتوي چې په خوندي او پرامنه توګه انتخابات باوري کړي.

د سومالیا د وزیراعظم عبدي درشي د لومړي امنیتي سلاکار دفتر په یو بیان کې ویلي، دوی به د الشباب ډلې د ګواښونو او د انتخاباتو د ګډوډۍ مخه ونیسي.

وایي د الشباب ډلې په وړاندې یې د مرکزي حکومت پالیسي ډېره څرګنده ده او هغه دا چې هغوی به وځپل شي او له هېواده به وشړل شي. وایي دوی امنیتي پلان جوړ کړی چې په ټول هېواد کې به د ټاکنو د خوندیتوب لپاره عملي کړل شي.

XS
SM
MD
LG