لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: امریکې په طالبانو هوايي بريدونه کړي


امريکې په تيرو 30 ورځو کې د افغانستان په بېلا بيلو برخو کې د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ په طالبانو بريدونه کړي دي.

د امريکې د دفاع وزارت چارواکي د زيارت/ پنجشنبې په ورځ وي او اې ته ويلي چې هوايي بريدونه زیاتره د ډرون د لارې شوي او طالبانو چې د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو کوم پوځي سامانونه نيولي هغه پکې په نخښه کړی شوي دي.

چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي د دښمن ځواک او د دښمن جنګيالي په نخښه شوي دي.

د افغانستان د ځايي خلکو په وېنا د څو ورځو راهسې امریکايي ډرون ليدل کېده او ځینې راپورونه داسې هم دي چې په کندهار کې په طالبانو ډرون بريدونه شوي دي.

خو د امریکا چارواکو د دې ويلو نه ډډه کړې چې دوی د افغان ځواکونو مرسته د چرته نه کړې ده.

چارواکي ویلي د دوی په پاليسۍ کې هيڅ بدلون نه دی راغلی او زياته کړې يې ده تازه بريدونه د واشنګټن د سټراټیجۍ برخه ده.

د زيارت په ورځ د پېنټاګون پرېس سيکرټري جان کربي ويلي وو امریکې د افغان ځواکونو په ملاتړ په تيرو څو ورځو کې هوايي بريدونه کړي دي خو نور جزيات يې نه وو شريک کړي.

د پېنټاګون چارواکو د دې میاشتې په سر کې ويلي وو چې د سیمې دپاره د امریکا د مرکزي کمانډ جنرل کېنت مېککنزی واک لري چې څو پورې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونه په پوره توګه نه وي وتلي کولی شي چې د افغان ځواکونو د مرستې دپاره هوايي ځواک راوبلي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د هوايي بريدونو خبر په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې امریکا د افغانستان نه خپل ځواکونه اوباسي او ويل شوي د 31 اګست پورې به امريکا د ځواکونو ويستل پوره کړي.

دغه رنګ د امريکا اتحادي نېټو ځواکونو هم د وتلو ويلي دي.

د امریکايي ځواکونو د ويستلو سره په افغانستان کې طالبانو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په عېن حال کې د امریکې د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک ميلی د شورو/ چهارشنبې په ورځ (21 جولايۍ) خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې د افغانستان په ولسوالیو/ ضلعو د نيمې پورې چې نزدې 212 جوړيږي مرکزونه يې د طالبانو په لاس کې دي.

ميلی ويلي، سټراټیجیک حالات ښکاري د طالبانو په ګټه دي.

نوموړي زياته کړې "دوی (طالبان) هڅه کوي چې د غټې ابادۍ مرکزونه جدا کړي، او دوی دغه ډول د کابل سره هم کول غواړي او دوی ډېر علاقه نيولې ده.

خو بل لور ته بيا افغان چارواکي دعوه کوي چې په ډېرو ځايونو کې ولسوالۍ بيرته هم نیولي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG