لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان حکومت: طالبانو مو په سپین بولدک کې تر 100 زیات ملاتړي وژلي


واشنګټن ـــ د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایي، طالبانو په تېرو ورځو کې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ تر نیولو وروسته له کورونو سلګونه کسان په زوره را ایستلي او لسګونه کسان یې وژلي دي.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان د روس سپوټنیک نیوز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې طالبانو د سپین بولدک اوسېدونکي تر 100 زیات کسان له خپلو کورونو را ایستلي او له حکومت سره د ملاتړ په تور یې وژلي دي:

"دوی د ولسوالۍ په هغو برخو کې چې د دوی په کنټرول کې دي د خلکو قتلِ عام کوي، دوی د خلکو کورونه محاصره کوي، سامانونه یې لوټي او دوی وژني".

د دفاع وزارت د خپلو دغو دعوو لپاره له رسنیو سره څه ثبوت نه دی شریک کړی خو د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم دغه رپوټونه تایید کړي او پر ټویټر یې لیکلي چې طالبانو د حکومت ملاتړي وژلي دي:

"هدف شوي کسان د ورزشکارانو، مدني فعالانو، تاجرانو او وېډیو بلاګرانو په ګډون اکثره ځوانان دي چې له حکومت سره د ملاتړ شک ورباندې کېده".

صالح د دغو کسانو د ممکنه وژنې تور په پاکستان پورې کړی او وایي پاکستان د سپین بولدک اوسېدونکي د ډیورنډ کرښې مخالفین او د بلوڅانو او اڅکزیو خواخوږي ګڼي او د ده په وینا دا "انتقامي قتلِ عام دی"، پاکستان د افغان چارواکو دا ډول تورونه تل په کلکه رد کړي دي.

طالبانو په افغانستان کې د روانو بریدونو په ترڅ کې د جولای پر 14مه چمن ته نیژدې پر سپین بولدک ولسوالۍ هم برید وکړ او پخپل کنټرول کې یې راوسته، خو دوې ورځې وروسته افغان دفاع وزارت دعوه وکړه چې د طالبانو په ضد یې پراخ عملیات وکړل او ولسوالي یې بیرته تر لاسه کړه.

طالبانو پر خپلو رسمي ټویټر پاڼو تر اوسه د دې پېښې او حکومتي دعوو په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي رېډیو سره په خبرو کې دا دعوې په کله رد کړې دي.

بلې خواته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په سپین بولدک کې د عامو خلکو د وژل کېدو دعوه کړې ده. د دې وزارت ویاند میرویس ستانیکزي ازادي رېډیو ته ویلي، کره شمېر نه لري خو وایي طالبانو شاوخوا 400 کسان له ځانه سره بېولي چې وایي تر سلو د زیاتو مړي موندل شوي دي. ستانیکزي پر ټویټر هم لیکلي:

"سپين بولدک ځينو سيمو کې وحشي ترهګرو د خپلو پنجابي بادارانو په اشاره د سلګونو بېګناه افغانانو پر کورونو هجوم وروړى، کورونه يې لوټ کړي او شاوخوا سل بېګناه کسان يې په شهادت رسولي". پاکستان د طالبانو ملاتړ تل رد کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي دوی په سپین بولدک کې د سیاسي مخالفت له کبله د غچ اخیستلو لپاره هیڅوک نه دي وژلي او دا یې د حکومت پروپیګنډه بللې ده. مجاهد ازادي رېډیو ته ویلي:

"داسې سیاسي وژنې یا نیونې هسې چې د کابل د ادارې د کورنیو چارو وزارت یې وايي، حقیقت نه لري او دا د دوی تبلیغات دي."

په سپین بولدک ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د طالبانو او افغان حکومت تر منځ په جګړه کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي. د کندهار میرویس روغتون مشر ډاکټر محمد داوود فرهاد وایي، روغتون ته یې 88 مړي وروړل شوي چې وایي اکثره یې نامعلوم دي.

بل لور ته په سپین بولدک کې ډېر ټپي طالبان د بلوچستان چمن ښار ته وړل شوي او هلته یې په سرکاري روغتون کې علاج کېده. د فرانس اې ایف پي‌ خبري ایجنسۍ د دغو ټپیانو وېډیو خپره کړې وه چې پکې یو ډاکټر د دغو ټپیانو په درملنه بوخت لیدل کېږي. پاکستان تل پخپلو ښارونو کې د افغان طالبانو د درملنې رپوټونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG