د امريکې د صدر جوبايډن انتظاميې ویلي، د کرونا وايرس قابو کولو دپاره امریکا د موډرنا نور 30لکه ويکسين پاکستان ته ورکوي، او دغه ويکسين به سبا د اتوار په ورځ (25 جولايۍ) پاکستان ته رسيږی.
د سپينې ماڼۍ يو چارواکي وي او اې ته ويلي امریکا پاکستان ته دغه ويکسين د صحت د نړیوال پروګرام لاندې ورکوي، له دې وړاندې هم امريکې پاکستان ته 25لکه ويکسين ورکړي وو.
پاکستان د امریکا مننه کړې او د بهرنيو چارو د وزارت ویاند زاهد حفيظ چودري ويلي چې دغه ويکسين به په پاکستان کې د روان کمپاين دپاره مرستندويه وګرځي.
د سپينې ماڼۍ يو چارواکي ويلي دغه ويکسين د کوم شرط په بنياد نه ورکوي ويکسين د خلکو د ژوند بچ کولو په خاطر ورکوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د کرونا وبا پرضد په روانو هڅو کې د امریکا دغه مرستې يو ښه مثال دی او پاکستان د امریکا دغو مرستو ته د قدر په سترګه ګوري.
په پاکستان کې د کرونا وبا څخه تراوسه پورې 22زره 971 کسان مړه شوي او د يو ملين نه زيات خلک په دې وايرس اخته شوي دي.
سرکاري شمېرې ښايي تراوسه پورې په ملک کې د 68لکو نه زياتو کسانو د ويکسينو دوه ډوزه او يو کروړ92 لکو نه زیاتو ته د ويکسينو يو ډوز لګول شوی دی.
په ملک کې په وروستيو کې چارواکو ويلي د کرونا وبا يو ځل بيا سېوا شوي او ويل شوي په ځانګړي ډول په کراچۍ کې د کرونا ډېلټا ډول زيات خوريږي کوم چې د طبي پوهانو په وېنا زيات په تېزۍ سره خورېدنکی وايرس او خطرناک دی.
د سيند صوبې حکومتي وياند مرتضا وهاب په ټويټر ويلي، سيند صوبې پرېکړه کړې چې په ملک کې د کرونا دپاره جوړې مرکزي کمېټۍ (اېن سي او سي) او د پآکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ ته ليکي چې د هغو کسانو موبايل سيمونه وتړي چا چې ويکسين نه دي لګولي.