لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حزب اسلامي د افغانستان صدارتي انتخاباتو کې د شرکت اعلان


An advertising van with images of Britain's Prime Minister David Cameron and leader of the opposition Labor Party Ed Miliband drives around Parliament Square, central London, May 7, 2015.
An advertising van with images of Britain's Prime Minister David Cameron and leader of the opposition Labor Party Ed Miliband drives around Parliament Square, central London, May 7, 2015.
د افغان حکومت مخالفې ډلې او طالبانو سره څنگ په څنگ د نړی والو ځواکونو خلاف جنگ کې ښکیل حزب اسلام د هیواد په صدارتي انتخاباتو کې د شرکت اعلان کړی دی.
حزب اسلامي چې مشري يي پخوانی وزیراعظم او د روس خلاف د افغانستان د مزاحمت یو اهم مشر گلبدین حکمت یار کوي، ددې نه وړاندې د انتخاباتو مخالفت کولو او سبب به يي هیواد کې د خارجي ځواکونو موجودگي گرځولو.
د حزب اسلامي ترجمان غیرت بهیر وائس اف امریکا ته ویلي د ډلې مرکزي قیادت په خپلو پلویانو غږ کړی چې په فعاله توگه دې د انتخاباتو په هلو ځلو کې برخه واخلي او د حزب اسلامي امیدوار قطب الدین هلال ته دې ووټونه ورکړي.
قطب الدین هلال په پنځم اپریل کیدونکو انتخاباتو کې د ازاد امیدوار په توگه نوم لیکنه کړې ده. هغه د حزب اسلامي د سیاسي چارو مشر پاتې شوی دی.
غیرت بهیر ویلي حزب اسلامي خپلو پلویانو باندې د ولایتي شوراگانو په انتخاباتو کې هم د برخه اخېستو غږ کړی دی چې هغه امیدوارانو ته دې ووټونه ورکړي څوک چې د گوند سره تعلق لري او یا د گوند په هکله مثبت نظر لري.
د اپریل د میاشت په پنځمه نیټه کیدونکې صدارتي انتخابات د افغانستان د ائنده دپاره اهم گڼلی کیږي. دا به د هیواد په تاریخ کې وړمبی ځل وي چې انتقال اقتدار به د یو جمهوري عمل په ذریعه سرته رسول کیږي.
انتخاباتو کې ١١ امیدواران دې چې یو به پکې د موجوده صدر حامد کرزي د ځائې ناست په توگه منتخب کیږي. ښاغلی کرزی په دریم وار ووټونه کې برخه نشې اخېستې.
انتخاباتو کې د حزب اسلامي د شرکت په هکله د طالبانو څه ردعمل په سمدستي توگه مخ ته نه دی راغلی خو طالبان د انتخاباتو مخالفت کوي وايي دا د امریکې لخوا یوه ډرامه او د وخت ضائع کیدل دي. طالبانو اولس ته دړکه کړې چې په ووټونو کې برخه نه اخلي.
طالبان وايي افغانستان کې "ازاد او منصفانه" انتخابات نشې کیدی څو هیواد "د خارجي ایشغال گرو د ولکې د لاندې وي."
که څه هم حزب اسلامي په موجوده وخت کې د نړي والو ځواکونو خلاف د طالبانو سره څنگ په څنگ جنگیږي، د طالبانو د واک په وخت کې ډله د طالبانو مخلافه وه.
ناقدین وايي انتخاباتو کې د حزب اسلامي د برخه اخېستو فیصلې په نتیجه کې به د افغان حکومت خلاف مزاحمت د مشکلاتو ښکار شي او صدارتي انتخابات به قانونیت ترلاسه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG