لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې دفاع وزیر: افغان ځواکونه دې تر هر څه وړاندې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي


د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن
د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن

واشنګټن ـــ د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن وایي په داسې وخت کې چې افغان چارواکي خپل ځواکونه متحدوي له طالبانو څخه د نیول شویو ولسوالیو تر بیرته نیولو مخکې دې د هغوی د نورو پرمختګونو او د سیمو د نیولو مخه ونیسي.

د افغانستان د داخله چارو وزارت د طالبانو د پرمختګونو د مخنیوي په خاطر د هېواد په31 ولایتونو کې د شپې له خوا پر ګرزېدو بندیز اعلان کړی دی.

د وزارت ویاند احمد ضیاء ضیاء وي او اې ته ویلي دا بندیز له کابل، ننګرهار او پنجشېر پرته په ټول افغانستان کې د شپې له لسو د سهار تر څلورو بجو عملي شوی دی:

"ترهګرې ډلې اکثر د شپې بریدونه کوي، ځکه مو د شپې د خلکو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره پر ګرزېدو بندیز ولګاوه".

ښاغلي آسټن د شنبې- خالي په ورځ د امریکې د الاسکا ایالت پر هوایي ډګر خبریالانو ته وویل، چې د افغان ځواکونو مشران اراده او وړتیا لري چې د طالبانو د لاسته راوړنو مخنیوی وکړي:

"لومړی کار دا ډاډ تر لاسه کول دي چې دوی کولای شي د طالبانو پرمختګ ورو کړي او بیا دا وړتیا تر لاسه کړئ چې په کارولو سره یې هغه سیمې- چې طالبانو نیولې- بیرته ونیسئ".

ښاغلي آسټن دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې یوې خواته طالبان په تېرو څو اوونیو کې تر دوو سوو د زیاتو ولسوالیو د نیولو دعوې کوي او بلې خواته امریکایي ځواکونه په څه باندې یوه میاشت کې له افغانستانه د وتلو بهیر بشپړوي.

رایټرز خبري ایجنسۍ د افغان او امریکایي چارواکو له خولې وایي، افغان ځواکونه له طالبانو د سیمو د بیرته نیولو لپاره خپله جنګي تګلاره بدلوي او او د کابل په ګډون د مهمو ښارونو، پولو او ودانیو شاوخوا ځای پر ځای کوي.

لویډ آسټن دا خبره تایید کړه او وایي افغان چارواکي خپل ځواکونه د ابادۍ په مهمو مرکزونو کې سره یو ځای کوي:

"افغان ځواکونه وړتیا لري چې پرمختګ وکړي او د طالبانو د پرمختګونو مخه ونیسي، خو دا به کتل کېږي چې پر مخ څه پېښېږي".

افغان چارواکي وایي ځواکونه یې د طالبانو د ځپلو وړتیا لري خو امریکایي ځواکونه وایي لا هم له افغانستانه د وتلو تر وروستۍ نېټې پورې دا وړتیا لري چې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

د پېنټاګان د ویاند جان کربي په وینا ځواکونو په تېرو ورځو کې یې پر طالبانو یو ځل بیا هوایي بریدونه کړي دي. طالبانو دا بریدونه غندلي او د دوحې له تړونه یې سرغړونه بللې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG