لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

K2 غره ته د ختونکو پاکستاني سدپاره او نورو مړي موندل شوي


د چين سره په پوله د قراقرم په لړۍ کې K2غره ته د ختو په وخت بې د بې درکه شوو غره ختونکو مړي درې مياشتې وروسته موندل شوي دي. د ګلګت بلتستان د اطلاعاتو وزير فتح الله خان د غره ختونکو د مړو موندل تاييد کړي دي.

د پاکستان 45 کلن محمد علي سدپاره، د اييس لينډ 47 کلن جان سنوري او د چيلي 33 جان پېبلو موهر چې K2 غره ته ختل په پينځمه فرورۍ يې د بېس کېمپ سره اړیکه قطع شوې او بې درکه شوي وو.

له دې وړاندې د غره ختونکو دپاره انتظام کوونکې کمپنۍ اېډوېنچر کايډز په ټويټر د مړو د موندلو خبر ورکړی او ویلي يې وو د محمدعلي سدپاره مړی د K2 غره ته نزدې د بوټل نک سره 300 ميټره لرې موندل شوی دی.

وحشي غر

K2 غر چې نړيوال غره ختونکي ورته قاتل وايي، 8611 ميټره دنګ د نړۍ دوېم لوړ غر دی.

K2 د وحشي غره په نوم ياد دی ځکه چې ويل کيږي د نړۍ تر ټولو لوړ غر اېورېسټ ته تراوسه پورې 6500 کسان ختلي خو K2 ته 337 ته رسېدلې دي.

د کال 1954 نه تراوسه پورې K2 ته ختونکي 86 کسان مړه شوي دي.

د روان کال د جنورۍ په 16م د نيپال غره ختونکو لس کسيزې ډله د K2 غره څوکې ته رسيدلي وو او د يخنۍ موسم کې يي دغلته د رسيدو لومړي عالمي ريکارډ جوړ کړی وو.

K2 د نړۍ په 14 لوړو غرونو کې يو دی چې په يخنۍ کې د 8000 ميټره نه سېوا لوړيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG