لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: د افغانستان د ولس، جمهوري حکومت او امن ملاتړ کوو


واشنګټن ــــ پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې د «امن» په نوم ستره جلسه کړې چې پکې د افغانستان په روانو حالاتو اندېښنه څرګنده شوې او غوښتنه شوې چې امریکا، پاکستان او طالبان دې د افغانستان د ولس رایو ته درناوی ولري.

د مکین په جلسه کې د نورو زرګونو خلکو تر څنګ د هغو کسانو د کورنۍ غړو، ښځو او ماشومانو هم ګډون کړی وو، چې وایي له کلونو راهیسې په جبري توګه بې درکه دي.

جلسې ته په وینا کې د دې تحریک یوه فعال غړي‌ عالمزېب مسید په انګرېزي ژبه وینا وکړه او ویې ویل دوی د دې لپاره را غونډ شوي‌ چې د خپلو ناکړو جرمونو له کبله ورکړل شوي زخمونه بیان کړي:

"نن اعلان کوو چې موږ به نور د ډالرو لپاره ستاسې د جهاد او پراکسي [پردیو] جګړو برخه نه شو، مهذبه نړۍ باید زموږ چیغې واوري چې موږ د ترهګرۍ قرباني شوي‌ یو".

جلسې ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، د افغانستان د ولس، جمهوري حکومت او امن ملاتړ کوي او وایي د افغانستان شخړه په جګړې نه بلکې په جمهوري طریقه د خلکو په رایو حل کېږي ځکه چې وایي "په زور باندې راغلي حکومتونه تل په زور لرې شوي دي".

منظور پښتین یو ځل بیا په خپلو خبرو کې په وار- وار تور پورې کړ، چې پاکستان او د دې هېواد پوځ اوس هم په افغانستان کې لاسوهنه کوي او وایي د پښتونخوا خاوره یې تل د دې جګړې لپاره استعمال کړې ده:

"[د افغانستان] په اوسنیو جنګونو کې د پاکستان پوځ په ښکاره د طالبانو حمایت کوي او د نورو هغو خلکو حمایت کوي چې دلته جنګ کوي، موږ طالبانو ته هم وایو چې دا ستا ملګری نه دی دا د افغانستان د ړنګولو ملګری دی".

د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر دغو تازه تورونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د لاسوهنې او د طالبانو د ملاتړ تورونه په کلک رد کړي او وایي په افغانستان کې سوله غواړي او د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي محسن داوړ هم د مکین جلسې ته تقریباً ټوله وینا د افغانستان د حالاتو په اړه وکړه او اندېښنه یې څرګنده کړه چې یو ځل بیا "د پښتنو په لروبر وطن کې د یوې بلې لوبې تیاري روانه ده".

محسن داوړ وویل د مکین جلسې مقصد په افغانستان او سیمه کې د جګړې مخنیوی کول دي، وایي‌ د افغانستان جګړې ته که څوک هر نوم ورکوي خو "دا فساد وو، فساد دی او فساد به وي". ښاغلي داوړ وویل:

"په اوس وخت کې د مکې د امام په ګډون د ټولې دنیا د علمای کرامو فتوا ده چې په افغانستان کې څه روان دي دا جهاد نه دی، نو دا کوم خلک چې د افغانستان د فساد لپاره ممبر استعمالوي، لومړی خو که مو وس رسېږي په زوره یې له ممبره منعې کړئ خو که مو وس نه رسېږي د هر هغه ملا بایکاټ وکړئ چې دغسې کردار ادا کوي".

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د جولای پر شپږمه په سوات کې د پي ډي ایم جلسې ته په وینا کې د افغان طالبانو د اوسنیو بریدونو په نتیجه کې د سیمو نیولو ته د هغوی "فتوحات" ویلي وو او څو میاشتې مخکې یې پښتون ژغورنې غورځنګ یو "ترهګر تنظیم" بللی وو.

منظور پښتین په مکین جلسه کې پښتون ژغورنې غورځنګ ته په اشارې سره وویل، د "بې وسه او ځورېدلیو" خلکو تحریک ته دې څوک ترهګر نه وایي. پښتین وویل د پاکستان د مذهبي ګوندونو مشرانو په تېرو ورځو کې د چین د کمیونیسټ ګوند پر کلیزه هغوی ته مبارکي وویله، نو وایي‌ بیا یې دا څلوېښت کاله د افغانستان په خاوره خلک ولې و وژل شول:

"مولانا فضل الرحمن صاحب وایي په پاکستان کې موږ ټول علماء په متفق یو چې په جمهوریت او رایې دې مذهبي ‌طبقه راشي په زور دې نه راځي، نو که دا ګناه نه وي اشرف غني خو هم دغه وایي چې د ولس رایې ته دې احترام ولرل شي، که هلته [په افغانستان کې] په زور او دلته [په پاکستان کې] په جمهوریت حکومت جایز وي، نو بیا دې دا راته ووایي چې آیا په افغانستان کې بېل او په پاکستان کې بېل اسلام نازل شوی دی؟".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو تر دې مخکې هم په خپلو جلسو کې د پاکستان پر پوځ تور لګولی چې وایي په قبایلي ضلعو کې د پوځي عملیاتو په نوم "عام بېګناه" خلک وژلي دي، خو پوځ یې دا تورونه په کلکه رد کړي او وایي په پوځي عملیاتو کې یې ترهګري په "بشپړه توګه" ځپلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG