لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار: حکومت څلور خبريالان د طالبانو دپاره د تبليغاتو په تور نيولي


د افغانستان حکومتي چارواکو ويلي په کندهار کې د طالبانو دپاره د تبليغاتو (پروپېګنډې) په تور څلور خبريالان يې نيولي دي، په افغانستان کې د رسنيو د څار او ملاتړ ادارې (نی) ويلي دغه خبريالان په سپين بولدک کې د يو طالب کمانډر نه د مرکې څخه بيرته ستنېدل چې نيول شوي دي.

نی د نهې/ سه شنبې په ورځ (27 جولايۍ) ويلي د خبريالانو ځای نه دی مالوم چې چرته دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ويلي په خبريالانو تور دی چې د طالبانو تبليغات يې کول او د حکومت د استخباراتي ادارې د امر سرغړونه يې کړې چې دغه سيمې ته به نه داخليږي.

د وزارت وياند ميروېس ستانکزي ويلي، "د افغانستان حکومت رسنيو ته احترام لري او د رسنيو ازادۍ ته ژمن دی خو هره هغه پروپېګنډه چې د حکومت پرضد د ترهګرو او دښمن په پلوۍ وي، جرم دی".

د طالبانو وياند محمد نعيم د خبريالانو نيول غندلي او ويلي يې دي خبريالان پېښې ګوري او حقايق ښکاره کوي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب دپاره کار کوونکې کمېټۍ په حکومت غږ کړی چې زر تر زره خبريالان خوشي کړي، قضيه دې د رسنيو د شکايت کمېشن ته ولېږل شي هغه به يې وګوري چې دوی سرغړونه کړې ده که نه ده کړې.

د بشري حقونو نړيوالې ادارې (اېمنسټي انټرنېشنل) هم د دغو خبريالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټۍ ويلي په نیول شوو خبريالانو کې درې د ځايي (ملت غږ) رېډيو کارکوونکي بسم الله وطندوست، قدرت سلطاني او محب عبېدي دي او بل د شينوا خبري ادارې کېمره مېن ثناالله صيام دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG