لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوادر کې احتجاج: د چین پاکستان د سیپېک منصوبې مرکز بجلۍ او اوبه نه لري


کوټه ـــ د بلوچستان په سمندري ښار ګوادر کې د بجلۍ د کمي په خلاف احتجاج کړی او احتجاج کوونکی وايي د بجلۍ د کمي له سوبه د اوبو سخته کمي هم پېښه شوې ده.

د بلوڅ ملت پاله نیشنل ګوند په غوښتنه په ښار کې بشپړ کار بنديز وشو دوکانونه او بازارونه بند وو، سړکونه د خنډو له امله بند شوي او د ګوادر بندر سړک هم په بشپړ ډول تړل شوی. هېچا د ګوادر بندر دفترونو ته تګ نه شو کولای.

د ګوادر ښار په ملا موسی موړ کې نېشنل ګوند احتجاجي ناسته پېل کړې ده. په کېمپ کې د دوی د غړو په شمول د مکران يو شمېر د مدني ټولنې فعالين هم ملګری دي.

د نېشنل ګوند وياند علی لانګو وويل چي مکران ډوېژن 250 مېګاواټو برېښنا ته اړتيا لري، خو وایي د لاس ليکل شوي تړون نه پرته 20 يا 30 فيصد کمه بجلي راروانه ده اوس ګوادر د سیپېک مرکز دی خو وایي هلته نه اوبه شته نه بر ېښنا.

په ګوادر کې دا مهال د سنټیګرېډ په احساب 50 درجې ګرمي ده په دې سخته ګرمۍ کې هلته خلک له اوبو او د برېښنا پرته به څنګه ژوند کوي، نېشنل پارټۍ په ټول مکران ډیويژن کې احتجاج پېل کړی دی سړکونه یې تړلي او کار بنديز دی.

تېره ورځ د ايران له سرحدي پولې سره جوخت د کېچ په تربت کې هم خلکو د مرستيال کمیشنر او د برېښنا د دفتر مخې ته احتجاج وکړ او سرکاري ګاډيانو ته یې زيان ورساوه.

د بلوچستان د برېښنا څانګې وياند وويل چې له ايرانه راغلي د مند په ټراسمېشن لاین کې په تېرو وختونو کي 100مېګاواټ بجلي ورکول کېده خو اوس يواځې 10 مېګټاواټ ورکول کېږي.

بل لور ته بيا د بلوچستان وزيراعلی جام کمال خان د پاکستان وزيراعظم اعمران خان ته ليک لېږلی دی چې د مکران ډيويژن د برېښنا ستونځه دي له ايران حکومت سره د خبره له لاری اواره کړل شي او يا دې له قامي ګريډ سټشن څخه بجلي ورکړل شي.

د مکران ډیوېژن کېچ، ګوادر او پنجګور ته بجلی له ايرانه ورکول کېږي.

په ګوادر کې د برېښنا د لوډشېډنګ يا د بجلۍ ځنډېدو له امله د ورځې کارونه په ټپه درېدلی دي او تر 18 ساعتو پورې برېښنا بنده وي، ځکه نو ځایي خلک احتجاج ته مجبوره شوي‌ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG