لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د 200 افغان ترجمانانو او د هغوی د کورنیو لومړۍ الوتکه امریکې ته ورسېده


واشنګټن ـــ د امریکایي ځواکونو له وتلو سره یو ځای امریکې ته هغه 200 افغانان هم له خپلو کورنیو سره یو ځای د کډوالو په ځانګړو ویزو امریکې ته را رسېدلي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره ترجماني او کار کړی دی. صدر جوبایډن د دوی هرکلی کړی.

د هغو افغانانو لومړۍ ډله چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره ترجماني او همکاري کړې وه، د طالبانو د ممکنه بریدونو له خطره د ژغورنې په خاطر د جمعې په سهار امریکې ته را ورسېده.

امریکایي چارواکي وایي دغه 200 افغانان به له خپلو کورنیو سره یو ځای د طبي معایناتو او د دوی د ویزو د بهیر تر بشپړتیا پورې د ویرجینا ایالت په پورټ لي پوځي مرکز کې مېشت وي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن پرون منځني ختیځ ته د خپل سفر په مهال د کوېت له چارواکو سره هم د افغان ترجمانانو د لنډمهالې اوسېدنې په اړه خبرې کړې وې او اې پي خبري ایجنسۍ ته یې ویلي، دوی په فعاله توګه د دغو افغانانو د خوندي را ایستلو لپاره کار کوي:

"امریکا هوډ لري د هغو افغانانو مرسته وکړي چې په تېرو شلو کلونو کې یې زموږ مرسته کړې او په دې کې شک نه شته ډېر زړور افغانان چې اکثریت یې ترجمانان او ژباړونکي وو له موږ سره زموږ له پوځیانو او ډیپلومېټانو سره ولاړ وو او د هغه خدمت په بدل کې ویزې ورکوو چې په امریکا کې ژوند وکړي".

سپینې ماڼۍ د جولای پر څورلسمه اعلان کړی وو، هغه افغان ترجمانان او نور کسان به له خپلو کورنیو سره یو ځای له خپل هېواده را باسي چې د جګړې په مهال یې د امریکې له حکومت سره مرسته کړې او اوس د طالبانو له انتقامه وېره لري.

د امریکې د ملي امنیت په اداره کې د کورني امنیت د څانګې مشر مرستیال سلاکار رس ټرېورز خبریالانو ته وویل، د افغان همکارانو لومړۍ الوتکه هغوی ته د درناوي ورکولو لپاره د امریکې د ژمنې د پوره کېدو استازیتوب کوي چې وایي له دوی سره یې په ډېره زړورتیا مرسته کړې وه.

امریکایي چارواکي وایي دغه 200 افغانان چې له خپلو کورنیو سره را رسېدلي دوی ته ایس ای وي یا د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړل شوې دي او وایي شاوخوا 700 نورو هم د دغو ویزو بهیر بشپړ کړی دی او په راتلونکو څو اوونیو کې به له خپل هېواده را و ایستل شي.

امریکایي چارواکي وایي دغه افغانان چې د لنډ وخت لپاره په کېمپ کې خپل طبي معاینات او د قانوني‌ اسنادو بهیر بشپړ کړي، بیا به هغه کسان چې خپلې کورنۍ اړیکې په امریکا کې ولري له هغوی سره به یو ځای شي او نور به د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو د پروګرام له مخې اباد کړل شي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغان کډوالو د دې لومړۍ ډلې د کورونا وایرس ټیسټونه یې هم کړي، وایي که چاته دغه ناروغي ور پورې شوې وه نو هغوی به تر سفر مخکې په کورنټین کې ګوښه ساتل کېږي.

په خارجه وزارت کې د افغانستان د همکارۍ څانګې سفیر ټرېسې جېکبسن وایي، چا چې غوښتل هغوی ته یې په کابل کې د کرونا وایرس وېکسن لګولي او د ویرجینیا په پورټ لي پوځي‌ مرکز کې به یې هم ور ولګوي.

د یوې اندازې له مخې شاوخوا 2,500 پاته افغانان چې د کډوالۍ د ویزو شرایط یې پوره کړي هغوی به هم په راتلونکو اوونیو کې امریکې ته راځي خو امریکې ته تر راتګ مخکې به په یو درېیم ځای کې د لنډې مودې لپاره اوسول کېږي.

د یادونې وړ ده چې امریکې ته د کډوالۍ په ځانګړو ویزو د افغان ترجمانانو د راتګ بهیر په 2008م کال کې هغه وخت پیل شو چې د جارج ډبلیو بوش په حکومت کې په دې اړه د ایس ای وي ځانګړې قانون منظور شو، له هغه راهیسې تر اوسه پورې 70,000 افغانان امریکې ته راغلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG