لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېګار: د امریکې پوځي طاقت استعمال د افغان جګړې په رنګ نتیجو سره مخ کېدی شي


واشنګټن ـــ د افغانستان بیا ودانۍ لپاره د امریکې انسپکټر جنرل یا سېګار جان سوپکو خبرداری ورکړی چې د امریکې اوسني او یا په راتلونکې کې د پوځي طاقت استعمال کوششونه، افغانستان کې د خواوشا دوه لسیزو راهسې روان جنګ په رنګ نتیجو سره مخ کېدی شي او ویلي اعلا امریکایي چارواکو د خپلو غلطو نه سبق نه دی اخستی.

جان سوپکو د زیارت- پنجشنبې په ورځ‌ خبریالانو سره د خبرو په وخت د افغانستان په اړه سختې اندازې ورکړې او د امریکې په اعلا دفاعي‌ چارواکو او سفارتکارانو باندې یې تور لګولی چې د خپل ځان او امریکايي اولس سره یې دروغ ويلي.

د وي او اې د یوې پوښتنې په ځواب کې جان سوپکو وویل،مونږ د مبالغې نه کار اخستی. مونږ د زیاتې مبالغې نه کار اخستی. زمونږ جرنیلانو، ‌زمونږ سفیرانو او زمونږ ټولو اعلان چارواکو هم دغه کار کړی چې کانګرېس ته لاړ شي او ووايي‌ مونږ حالات بدلوونکي یو.

د امریکې ډېفنس راېټرز ګروپ نومې ډلې ته د وېنا په وخت نوموړي وېلي د یو اغېزمند او متحد افغان پوځ جوړولو کې د امریکې د ناکامۍ په شا یو شمېر وجوهات دي، چې ځنې پکې په ځان باندې د حد نه زیات اعتماد وو چې دوي یو داسې ملک چې ۲۰۰۱ کال کې د بدحالۍ سره مخ وو، هغه د اخستو وروستو په یو وړوکي ناروی کې بدلولی شي.

نوموړي ووېل یو بله مهمه وجه قام ته دروغ وېل وو. سوپکو زیاته کړه د امریکې اعلا پوځي مشرانو ته معلومه وه چې د افغانستان پوځ په څومره بد حال کې دی خو دا چې هغوي د داسې ستونزو پټولو کوشش کوو.

انسپکټر جنرل ووېل،کله هم چې د افغان پوځ په اړه مونږ‌ د ستونزې سره مخ شوي یو نو مونږ خپل اهداف بدل کړي. امریکايي پوځ د ځان لپاره اهداف بدل کړي او د کامیابۍ ښودو لپاره یې په دې کې ځان ته اسانۍ پېدا کړي او چې کله یې دغه هم ترلاسه کړي نه دي نو بیا یې دغه هرڅه د حکومتي دستاویزاتو پټو ساتلو د قوانینو دننه پټ کړي.

نوموړي وېلي د مسلې یو وجه دا هم وه چې دوي د شلو کالونو پورې د افغانستان د کامیابۍ لپاره د اوږدې مودې پلانونه نه وو جوړ کړي.‌ هغه د شلو کلونو په موده کې د خپلو یو شمېر رپورټونو حواله ورکړې او وېلي چې وخت په وخت یې دا خبره په ډاګه کړې وه چې دوي د خپلو ټولو کارونو سر ته رسولو لپاره غېرحقیقي وختونه ورکړي.

جان سوپکو ووېل، د څلورو ستورو پوځي جرنېلانو او د څلور ستورو سفیرانو د امریکې د نړیوالې پرمختیا اداره،‌ یو اېس ای آي ډي په دې مجبوره کړې چې په لنډه موده کې ګټې وښاي د کوم چې هغوي ته پخپله پته وه چې دا به کله هم کار ونه کړي.

د جان سوپکو دا نیوکې پداسې وخت مخې ته راغلي چې د نوموړي دفتر خپل وروستي رپورټ کې د افغانستان په خاوره حالات ډېر بد بللي او خبرداری یې ورکړی چې افغان حکومت د ختمېدو خطرې سره مخ کېدی شي.

خو د افغان ولسمشر اشرف غني اعلا صلاحکار وحید عمر تېره ورځ وېلي دوي د ختمېدو د خطرې سره مخ نه دي او زیاته کړې ‌دوي د زرګونو کلونو راهسې په دغه ځاې ژوند کوي او د نورو زرګونو کلونو پورې به هم دغلته ژوند کوي. نوموړي‌ وېلي دا وخت د اولس او حکومت لپاره یو امتحان دي او دوي به ددې قابل شي چې د دوي په خلکو،‌ اقدارو او عقیدو باندې د نړیوالو ترهګرو حملې ته ماتې ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG