لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:طالبانو تعلیمي نصاب نه د وطن دوستۍ،تاریخ اؤ جغرافیې مضامین ویستلي دي


دافغانستان ولسمشر اشرف غني وایي طالبانو په مکتبونو کې د وطن دوستۍ ،تاریخ اؤ جغرافیې په هکله مضمونه له نصابه ویستلي دي.

دافغان دولت د د رسنیو اؤ اطلاعاتو دڅانګې مشر یا ډایریکټر ښاغلي دوا خان مینه پال پخپله ټویټر پاڼه دیک شنبې په ورځ لیکلي ولسمشر اشرف غني دا خبرې د کابینې په مجلس کې کړې دي خو هغه په دې هکله نور هیڅ جذئیات نه دي روښانه کړي.

طالبانو هم په سمدستي توګه دافغان ولسمشر دې دعوې ته کوم غبرګون نه دی ویلي.

څېړونکي وایي چې دافغانستان دتعلمي نصاب نه د وطن دوستۍ ،تاریخ اؤ جغرافیې مضامین ویستل به دټولنې سره د ښکاره دښمنۍ په معنا وي اؤ افغان ولس به کله هم طالبانو ته دا جازه ورنکړي چې نوی کول دافغانستان دتاریخ،جغرافیې اؤ وطن سره دمینې نه بې خبره وساتي.

تر دې وړاندې چې کله طالبانو په افغانستان کې په اقتدار قبضه کړې وه نو هم یې په کال ۲۰۰۰م کې په بامیانو کې دڅلورمې او پینځمې پېړۍ د بودا لرغونې مجسمې په بمونو الوځولې وې اؤ هم یې مکتبونو ته دنجونو په تګ اؤ دفترونو کې د ښځو په کار بندیز لګولی ؤ.

کابل کې میشت وتلی افغان خبریال انیس الرحمان وایي د وړوکي اختر نه راپدیخوا چې افغانستان کې کومې نوې جګړې پیل شوي په دې کې داسې اطلاعات هم شته چې طالبانو ګڼ شمیر مکتبونه ویجاړ کړي اؤ سوځولي دي چې په دې طالبان دافغان ولس دسخت غبرګون سره مخ دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي انیس الرحمان ویلي دافغانستان دولت اؤ سیاسي مشرانو قطر کې طالبانو نه غوښتنه کړې وه چې باید مکتبونه ویجاړ نه کړي خو دوئ په لغمان،میدان وردګ،ارزګان اؤ دننګرهار شیرزادو ولسوالۍ کې طالبانو ګڼ شمیر مکتبونه سوځولي اؤ‌ ړنګ کړي دي.

هغه وایي په دې نوې جګړه کې دجینکو تعلیم زیات اغېزمن شوی اؤ هغوئ تعلیمي ادارو ته په تګ کې دګڼو ستونزو سره مخ دي.

دافغان تعلیمي نصاب نه دتاریخ ،جغرافیې اؤ وطن دوستۍ د مضامینو ویستلو په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې افغان خبریال انیس الرحمان وویل افغان ولس به کله هم طالبانو ته دا موقعه یا اجازه ورنکړي چې هغوئ دغه مهم مضامین له نصابه وباسي.

هغه وایي د طالبانو د واکمنۍ په تیره دوره کې هم طالبان نه وؤ توانیدلي چې دتعلمي نصاب نه تاریخ،جغرافیه یا وطن دوستي وباسي .

نوموړی وایي دافغانستان تعلیمي نصاب دیو ولایت یا څو ولسوالیو پورې محدود نه دی بلکې دا دټول افغانستان دپاره دی اؤ که چرې طالبان دخپل واک لاندې سیمو کې تعلیمي نصاب نه یاد مضامین وباسي نو دهغو سیمو د زده کوونکو امتحانونو کې به ورسره ستونزې پیدا کیږي ځکه نو شونې نه ده چې طالبان دا کار وکړي.

“زه فکر کووم طالبانو به ضرور تعلیمي نصاب کې دخپلې خوښې داصلاحاتو خبره کړې وي ،خو تعلیمي نصاب نه دا مهم مضامین ځکه نه شي ویستلی چې په دې به طالبان د ټول ملت د غبرګون سره مخ شي”

هغه وایي که چرې دتعلیمي نصاب نه د وطن دوستۍ،تاریخ اؤ جغرافیې مضامین ویستل کیږي نو ددې به دا مطلب وي چې دافغانانو دخپل تاریخ ،وطن سره دمینې اؤ جغرافیې نه دناخبره ساتلو هڅې کیږي اؤ افغانان کله هم دیته نه تیاریږي .

هغه وایي افغانستان کې رسنیو ته لا په دې اړه هیڅ معلومات نه دي رسیدلي چې ګنې طالبانو تعلیمي نصاب نه دا مهم مضامین ویستلي دي اؤ که چرې طالبانو دا کار کړی هم وي نو دا به د دوئ شخصي فعل وي چې د ولس هیڅ رضا اؤ مشوره پکې شامل نه ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG