د افغانستان په جنوبي ولايت کندهار کې طالبانو په هوايي اډه راکټې داغلي چې له امله يې د کندهار په هوايي اډه د الوتکو تګ راتګ ودرول شوی دی.
چارواکو ويلي د طالبان او حکومتي ځواکونو ترمنځ د په کندهار او ورسره څنګ ته د هلمند په مرکز لشکرګاه کې د نښتو په مهال د کندهار هوايي اډه په نخښه شوې ده.
ويل شوي دغه پېښه د خالي/شنبې او اتوار/يکشنبې په شپه رامنځته شوې ده.
چارواکو ويلي څو راکټې په هوايي اډه کې لګېدلي، رن وی يا د الوتکو پورته کېدو کوزېدو ليکه يې خرابه کړې او د سمېدو پورې به يې ټول پروازونه بند وي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وي او اې ته ويلي د کندهار هوايي اډه يې په نخښه کړې او رن وی يې خرابه کړې ده.
هغه ويلي د دغه هوايي اډې څخه به جنګي الوتکې پورته کېدې په مونږ (طالبانو) او ملکي وګړو به يې هوايي بريدونه کول، او په هلمند کې يې هسپتال په نخښه کړی دی.
د هلمند په لشکرګاه کې يو شخصي روغتون باندې بمباري شوې چې پکې تن وژل شوی دی.
د روغتون مالک ډاکټر محمد دين د خالي/شنبې په ورځ ویلي، افغان ځواکونو په غلطۍ سره روغتون ويشتی وو ځکه دوی ګڼل چې دغلته د طالبانو درملنه کيږي.
راپورونه وايي د هلمند زياتره ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي.
په افغانستان کې د لومړۍ څخه چې امریکا او نړيوالو ځواکونه وتل پېل کړي طالبانو بریدونو ته زور ورکړی دی.
افغان حکومت او طالبان په خپل خپل ځای د ولسواليو نيولو او يو بل ته د تلفاتو يا زيان اړولو دعوې کوي خو د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو په اړه د ازادو سرچينو څخه د دغو ادعاوو تاييد نه کيږي.