لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او برتانيه: د طالبانو لخوا په سپين بولدک کې د ملکي وګړو وژنې جنګي جرمونه ګڼل کېدی شي


په افغانستان کې د امریکا او برتانیه سفارتخانو ويلي، "طالبانو په سپین بولدک کې د غچ/بدل اخیستنې په لړ کې په لسګونه ملکي کسان وژلي دي. دغه ټولوژني، جنګي جرمونه ګڼل کېدی شي".

امریکې او برتانیې په شریک بيان کې ويلي، د سپين بولدک پېښې بايد وڅيړل شي او په دغه سیمه کې طالب جنګيالي او مشران يې بايد ځواب اووايي.

په بيان کې ويل شوي "د طالبانو مشرتابه باید د خپلو جنګي جرمونو په تړاو مسوول او ځواب ووايي". طالب مشرانو ته په مخاطب کولو سره ويل شوي، "که اوسمهال نه شئ کولی، خپل جنګیالي کنټرول کړئ، نو په راتلونکي کې د حکومتولي لپاره کومه لاره چاره نه لرئ".

امریکې او برتانيې دغه ګډ بيان د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن د هغه بيان وروسته ورکړی چې پکې خپلواکه کمېشن ويلي وو طالبانو په سپين بولدک کې د 40 پورې کسان وژلي دي.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ (29 جولايۍ) کمېشن په خپور کړي خپل رپورټ کې ويلي، چې په 14 جولايۍ طالبانو د سپين بولدک ولسوالي نيولې او بيا چې وروسته د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سپين بولدک د بيرته نيولو دپاره عملیات پېل کړي ځايي خلکو يې هرکلی او ملاتړ کړی وو.

ويل شوي امنيتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو سره د نښتې وروسته د سپين بولدک ولسوالي ونه نيولی شوه او په شا تګ يې وکړو خو له دغې وروسته طالبانو د ولسوالۍ څېرمه کلیو کې عملیات پېل کړی د حکومت د مخکنیو او اوسنيو کار کوونکو او ملاتړو لټون يې وکړو دغه کسان یې د کورنو نه رابهر کړه او وې وژل.

په بيان کې ويل شوي "د طالبانو د ډلې له خوا د سيمې د خلکو په وژلو کې شخصي انګېزې او پخوانۍ دښمنۍ هم دخيلې دي".

ویل شوي کمېشن ته باوري سرچينو ویلي، "چې د کندهار د امنيه قوماندان په صفت د جنرال رازق د مسووليت په وخت کې یو قومي مخور له څو تنه نورو سره ووژل شو، چې وروسته د دې خلکو کورنۍ پاکستان ته کډه شوې او هلته له طالبانو سره يو ځای شول. د سپين بولدک تر نيولو وروسته د دې قومي مخور ورور، د غچ اخيستلو په موخه، طالبانو ته ځينې کسان ور وپېژندل چې په يو نه يو ډول د جنرال رازق او دولت پلويان وو".

او د طالبانو لاس ته د سپين بولدک ولسوالي تر لوېدلو وروسته، د دې ولسوالي د ځينو اوسېدونکو شتمنۍ او مالونه لوټل شوي دي.

کمېېشن ویلي، "تر اوسه يې د 40 تنو هويت ترلاسه کړی دی چې په دې ولسوالي کې د طالبانو له خوا وژل شوي دي".

طالبانو دغه رپورټ رد کړی او اوازې يې ورته ویلي دي.

د امریکې سفارتخانې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ درېم اګست يو بیان کې ويلي،

"هزاره توکم وګړې تل د داعش ډلې او طالبانو د موخه ییزو وژنو هدف ګرځېدلي دي. موږ د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د 40 ملکي وګړو د وژنې په اړه خبر شوی یو. که دغه پېښه کره وي، نو جنګي جنایت ګڼل کېدی شي. د بشرحقونو د سرغړاوي موارد باید وڅېړل شي".

د امریکې او برتانيې سفارتخانو ویلي دوی په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتونکي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG