لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په چاودنه کې اته تنه وژل شوي 20 ټپيان، اشرف غني يې غندنه کړې


د افغانستان په پلازمينه کابل کې تيره شپه په شوې چاودنه او بريد کې لږ تر لږه اته ملکي وګړي وژل شوي چې پکې يوه ښځه شامل ده، د کورنيو چارو وزارت ویلي په چاودنه کې د 20 پورې کسان ژوبل شوي هم دي. طالبانو د بريد زمه واري منلې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني د بريد غندنه کړې او ویلي يې دي، "د طالبانوجګړه فتنه او فساد دی او د الهي ارشاداتو له مخې د فتنه ګرو او فسادګرو پر وړاندې داسې ودرېدل پکار دي، لکه په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې چې زمونږ هیوادوال د فتنې د دفعه کولو په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ټینګ ودرېدل او دغه بهیر به ادامه ولري".

د افغانستان امنيتي چارواکو ویلي، تير ماښام وسله والو يوه موټر چاودنه کړې او بيا يې د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست جنرل بسم الله محمد په مېلمستون بريد کړی دی.

د دفاع وزارت ویلي د بريد په مهال بسم الله محمدي په کور نه وو او کورنۍ ته په بريد کې کوم زیان نه دی اوښتی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، افغان ځواکونو د پينځه ساعته عملياتو وروسته بريدګر وژلي دي.

طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې او د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد دعوه کړې په بريد کې د سر او مال زیان درانه زیانونه اړول شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني ويلي، ".طالبانو د خپلو جرمونو په دوام د هیوادوالو د الله اکبر سپېڅلې نارې د غلي کولو لپاره پرون ماښام دکابل ښار شېرپورکې د ترهګر برید په پایله کې زمونږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړي دي".

په کابل کې دغه بريد په داسې مهال شوی چې تيره شپه په کابل او د افغانستان په بېلابيلو برخو کې خلک راوتلي او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ يې د الله اکبر نعرې وهلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG