لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هلمند جګړې لسګونو عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې او زرګونه یې بې کوره کړي


واشنګټن ـــ د افغانستان په هلمند ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ له یوې اوونۍ راهیسې درنه جګړه لا هم روانه ده چې پکې د دواړو غاړو د مرګ ژوبلې تر څنګ د عامو خلکو د وژنې خبرونه هم ورکول کېږي.

د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاءالله افغان وایي، د مرکز لښکرګاه د پولیسو پر مرکز، د والي یا ګورنر پر دفتر، لښکرګاه زندان او نورو سرکاري ودانیو باندې جګړه لا هم روانه ده.

ښاغلی افغان وایي د سختې جګړې له کبله زرګونه کسان له خپلو کورونو بې کوره شوي او د ژوند کولو هیڅ ډول امکانات نه لري، وایي د خلکو حالت ډېر خراب دی او لښکرګاه نن شام ته ورته ده:

"ټول خلک په دغه سخته ګرمۍ کې له خپلو کورونو وتلي دي. د ژوند کولو هیڅ ډول امکانات نه لري، تر دې بد حالت د هلمند په تاریخ کې د هلمند پر خلکو نه دی راغلی."

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، افغان هوایي ځواکونو د امریکایي ځواکونو په مرسته او ملاتړ له تېرې شپې راهیسې پر طالبانو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي، خو په دغو بریدونو کې یې د مرګ ژوبلې شمېر نه دی ویلی.

د هلمند د کډوالو چارو مشر سید محمد رامین وایي په لښکرګاه ښار کې د جګړې له کبله په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې 30,000 کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوې دي خو وایي جګړې هغوی ته په مرستو رسولو کې خنډ پېښ کړی دی.

په هلمند کې د افغان پوځ سیمه ییز مشر جنرل سمیع سعادت د نهې- سه شنبې په ورځ د لښکرګاه ښار اوسېدونکو ته امر کړی چې خپل کورونه خالي کړي، ځکه چې وایي افغان ځواکونه د طالبانو د ځپلو لپاره د پراخو عملیاتو پلان لري.

د لښکرګاه ښار یو اوسېدونکی حاجي میرویس وايي، روانو حالاتو او وسلوالو شخړو په زرګونو کسان بې کوره کړي دي. هغه د جګړې له ښکېلو اړخونو د جګړې د بندولو غوښتنه وکړه:

"د خدای په لحاظ که طالب زما غږ اوري یا حکومت، ولې خلک در په دره کوئ. په هلمند کې داسې حال دی، بمباري ده، یو سړی هم له خپله کوره نه شي وتلی. له دفاع وزارته غواړو چې پر ښار بمباري ونه کړي."

سرچینې وایي تر دې اعلان وروسته بېګا شپه د جنرل هیبت الله علیزي په مشرۍ سلګونو افغان کمانډو پوځیانو په لښکرګاه ښار کې د طالبانو په ضد عملیات پیل کړي دي خو وایي تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، لښکرګاه ښار ته د کمانډویانو په ګډون تازه ځواکونه لېږل شوي او وایي له ښاره د طالبانو د شړلو لپاره یې عملیات روان دي:

"د لښکرګاه د پاکولو او کلېر کولو لپاره عملیات سوکه سوکه او په سمه توګه روان دي ځکه چې طالبان د خلکو په کورونو کې پټېږي او د سپر کار ترې اخلي".

فواد امان وایي د لښکرګاه په جګړه کې د طالبانو د کمانډرانو په ګډون لسګونه وسلوال هره ورځ‌ وژل کېږي خو طالبانو په جګړه کې د خپلو وسلوالو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبان دعوه کوي چې د لښکرګاه په ګډون یې د هلمند په نورو ولسوالیو کې هم پرمختګ کړی خو افغان ځواکونه یې دا دعوې ردوي. ځینې نړیوالې رسنۍ وایي طالبانو د دې ولایت اووه ولسوالۍ محاصره کړې دي.

د ملګرو ملتونو د مرستو دفتر یوناما د نهې- سه شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل، چې یواځې په لښکرګاه کې په څلرویشت ګنټو کې لږ تر لږه 40 عام خلک وژل شوي او تقریباً 120 ټپیان شوي دي. یوناما وایي که د جګړې ښکېل اړخونه د عامو خلکو خوندیتوب ته پام ونه کړي په افغانستان کې به غمیزه جوړه شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG