د عوامي نيشنل ګوند د صوبې د مرکزي کمېټۍ غړي عبېدالله کاسي مړی ترلاسه شوی دی هغه د جون په مياشت کې د بلوچستان د صوبې د مرکزي ښار کوټې سره نزدې د کچلاغ څخه تښتول شوی وو.
د پشين مرستيال کمشنر او د عبېدالله کاسي ورور د جسد ترلاسه کېدل تاييد کړي دي.
د عبېدالله کاسي ورور ملک امين الله وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې پوليسو ورته ويلي چې د ورور مړی يې موندل شوی دی.
د پشين مرستيال کمشنر (اې سي) حضرت ولي کاکړ وي او اې ډیوه ته نن د زیارت/پنجشنبې په ورځ (پينځم اګست) وويل، د پشين په سرانان کې د عبېدالله کاسي مړی په سړک دپاسه ترلاسه شوی او د هغه مړی بيا د پشين روغتون ته راوړل شوی او بيا دغه جسد سي ټي ډي سره سپارل شوې ځکه چې د دغه پېښې پلټنې کوي.
د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان د عبېدالله کاسي تښتونه او وژنه غندلې او ويلي يې دي، په دغه ډول کارونو به دوی د خپل دريځ څخه په شا نه شي.
هغه ويلي که د ترهګرۍ، انتهاپسندۍ او من ضد مخالفه بيانونو مخالفت کول جرم وي دغه جرم به دوی کوي.
د بلوچستان صوبې حکومتي ویاند لياقت شهواني د عبېدالله کاسي په وژنه د خفګان څرګندونه کړې ده.
هغه ويلي اغوا کار او وژونکي به ونيسي او د انصاف کټهرې ته بي راولي، قاتل به د قانون د منګولو څخه بچ نه شي.
عوامي نيشنل ګوند د عبېدالله د تښتونې پرضد او د هغه د مالومولو دپاره احتجاجي مظاهرې کړې وې.
د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبې د مرکزي کمېټۍ غړی عبيدالله کاسی په 26 جون د کوټې ښار ته نزدې له کچلاغ سيمې څخه لا درکه شوی وو.
د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان جنرل سيکرټري مابت کاکا هغه وخت د ملک عبيدالله کاسي د لادرکه کېدو خبر تایید کړ ی او وي او اې ډيوه ته یې ويلي وو "هغه له خپل کوره را وتلی وو چې د کتيرو د کلي او کوټې کچلاغ لوی سړک تر ميان لادرکه شوی دی".
د کچلاغ پوليسو د عبيدالله کاسي د لادرکه کېدو پېښه منلې او ویلي يې وو " مونږ له هر لوري د پېښې جاج اخلو او د هغه د موندلو په لټه کې یو".