واشنګټن ـــ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د حکومت د رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال په کابل کې په ډزو وژل شوی دی. طالبانو د هغه د وژنې ذمه واري پر غاړه اخیستې ده.
د وزارت ویاند میرویس ستانیکزي ویلي چې په مینه پال نن ماسپښین شاوخوا دوې بجې د کابل ښار د اوومې ناحیې په دارالامان سیمه کې د جمعې تر لمانځه وروسته عثمان غني مسجد ته څېرمه دغه برید شوی دی. ستانیکزی وایي:
"له بده مرغه وحشي ترهګرو یو ځل بیا یو ناوړه عمل تر سره کړ او یو پر وطن مین افغان یې شهید کړ".
طالبانو پر دوه خان مینه پال د برید او د هغه د وژنې ذمه واري پر غاړه اخیستې ده. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد یوه ګنټه مخکې پر ټویټر لیکلي:
"لږ مخکې د کابل ښار اړوند دارالامان په سړک د کابل ادارې د رسنيو دمرکز مشر دواخان مینه پال د مجاهدینو د یو خاص برید په نتیجه کې و وژل شو".
د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د دوا خان مینه پال وژنه په کلکه غندلې او دا یې یو بزدلانه برید بللی دی. ډاکټر عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه یې لیکلي:
"باوري یم چې د دا ډول جرمونو تر سره کوونکي به د خپلې بې رحمۍ، وحشت او افغان وژنې قیمت ادا کړي. د افغانستان خلک ترهګرو ته نه تسلیمېږي".
طالبانو څو ورځې وړاندې ګواښ کړی وو چې پر دوی د وروستیو هوایي بریدونو انتقام به واخلي او پر افغان چارواکو به بریدونه وکړي.
دوا خان مینه پال د افغانستان د زابل ولایت اوسېدونکی شاعر او لیکوال وو او په کابل پوهنتون کې یې حقوق یا سیاسیات لوستي وو.
مینه پال اوسمهال د حکومت د رسنیو د مرکز مشر وو، خو تر دې وړاندې دوه ځله د افغان ولسمشر اشرف غني ویاند هم پاته شوی دی.
هغه څه موده له کندهاره له ازادي رېډیو سره د خبریال په توګه هم کار کړی دی او له هغه وروسته د څه مودې لپاره د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر وو او د افغانستان د عامه کتابتون یا پبلک لایبرېري مشر هم پاته شوی.