لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ: که د مندر غوندې دا برید په جومات وای د مسلمانانو غبرګون به څه وو؟


اسلام اباد ـــ د پنجاب په رحیم یارخان ښار کې د هندوانو په یو مندر باندې د برید قضیې د اورېدنې په وخت د سپریم کورټ ستر قاضي ګلزار احمد ویلي دي که چېرې دغه شان برید په یو جومات شوی وای نو بیا به د مسلمانانو څه عکس العمل وو؟

هند هم په دې پیښه سخت عکس العمل ښودلی دی او ویلي یې دي، د پاکستان ریاست اقلیتونو ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه شوی دی.

د سپریم کورټ د اورېدنې په وخت د واکمن پاکستان تحریک انصاف د پارلیمان غړی او د پاکستان هندو کونسل مشر ډاکټر رامیش کمار هم موجود وو او وروسته یې له مېډیا سره د خبرو په وخت وويل:

"مونږ به په کومه خوله په هندونستان دا تنقید کوو چې تر خپل واک لاندې کشمیر کې له خلکو سره ناروا سلوک کوي، د هند حکومت به مونږ ته وایي چې ړومبی ځان سم کړئ".

رامیش کمار وويل "په پاکستان کې مذهبي توندروه فکر لرونکي زیات شوي دي او وزیراعظم [عمران خان] پخپله هم وایي په مرکزي کابینه کې زموږ یو دوه وزیران داسې دي چې ډېر زیات توندروه دي".

د چهارشنبې- شورو په ورځ د پنجاب په رحیم یار خان ښار کې توندروه کسانو هغه وخت هلته موجود د هندوانو په یو مندر برید وکړو چې ضلعې انتظامیې یو اته کلن هندو ماشوم په ضمانت خوشی کړو.

په دې ماشوم د ځایي مدرسې ملا تور لګولی وو چې د مدرسې بې حرمتي یې کړې ده، خو د دې تور څه ثبوت تر اوسه له رسنیو سره نه دی شریک شوی.

په مندر باندې د برید ويډیوګانې په ټولنیزو رسنیو هم خپرې شوې دي چې پکې ښکاري برید کوونکو نه یواځې د مندر ودانۍ ته نقصان رسولی دی بلکې د هندوانو مقدس بوتان یې هم مات کړي دي.

د پنجاب په رحیم یار خان کې په مندر له برید نه پس رپورټونه وایي هلته اوسېدونکو هندوانو هم د سیمې نه هجرت پیل کړی دی.

په دې پیښه هند هلته موجود د پاکستان ناظم الامور ور غوښتی دی او ورته یې سخت احتجاج ریکارډ کړی دی.

د هند خارجه وزارت ویاند وروسته مېډیا ته ویلي دي چې د پاکستان په رحیم یار خان کې نه یواځې په مندر برید شوی دی بلکې هلته اوسېدونکو هندوانو ته هم دړکې ورکړل شوې دي او له دې نه ښکاره شوې ده چې د پاکستان ریاست د اقلیتونو په حفاظت کې ناکامه شوی دی.

د دې پېښې نوټس د پاکستان سپریم کورټ هم اخیستی دی او عدالت د پولیسو په دې بیان سخت خفګان څرګند کړی دی چې تر اوسه په دې برید کې ککړ یو ملزم هم پولیسو نه دی نیولی.

د ملک ستر عدالت د جمعې په ورځ د قضیې په اورېدنه کې په مندر د برید کوونکو د سمدستي نیولو امر کړی او دا یې هم ویلی دي چې د مندر په بیا جوړولو چې څومره خرڅه راځي، باید چې له برید کوونکو نه واخیستل شي.

ستر قاضي ګلزار احمد تپوس کړی دی که چېرې دغه شان برید په یو جومات یا مسجد باندې شوی وای نو بیا به د مسلمانانو څه عکس العمل وو؟

بل خوا د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ویلي دي په پاکستان کې اقلیتونه مکمل محفوظه دي او د پاکستان آیین اقلیتونو ته دا حق ورکوي چې په آزاده دلته ژوند او خپل عبادت وکړي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې هم د جمعې په ورځ‌ په مندر د برید پېښه غندل شوې او پر ضد یې یو قرارداد منظور شوی دی.

په پاکستان کې دا ړومبی ځل نه دی چې دغه شان د اقلیتونو د عبادت په ځای برید شوی وي، څه موده وړاندې د پښتونخوا په کرک سیمه کې هم د هندوانو یو مندر ته اور ورکړل شوی وو، دغه شان څو واري د احمدیانو د عبادت په ځایونو هم بریدونه شوي دي.

وړاندې د سیند صوبې نه هم یو شمیر هندوان په دې وجه هندوستان ته تللي وو چې تور یې لګولی وو دلته یې جینکۍ تښتول کیږي او په زوره مسلمانې کېږي او بیا ورسره تښتوونکي ودونه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG